کور / تازه خبرونه / کندهار : د امنيت او بيا رغوني په موخه غونډه وسوه

کندهار : د امنيت او بيا رغوني په موخه غونډه وسوه

تېره ورځ تر غرمې وړاندي د کندهار ولايت د ارغنداؤ په ولسوالي کي د امنيت راوستني او د بيارغوني چارو د ګړنديتوب په موخه په جوړه سوې پراخه غونډه کي چي پکښي کندهار والي، د کندهار د ولايتي شورا رئېس ، د ٤٠٤ څلور ميوند زون قومندان ، د ٢٠٥ نمبر اتل قول اردو قومندان ، د ملي امنيت رياست رئېس او نورو پکښي ګډون کړى وو کندهار والي وويل چي د ارغنداو ولسوالۍ د اوږد مهاله پلانو دپاره يې په مليونو ډالره ځانکړي سوي دي چي د دې پيسو په وسيله به په دې ولسوالۍ کي اوږد مهاله پروژې پيل او د خلکو دپاره به د کار زمينه برابره سي .
په دې ولسوالۍ کي يو تن قومي مشر او پخواني جهادي قومندان حاجي عطا محمد هم خبري وکړې او له دولت څخه يې مننه وکړه چي په ارغنداؤ ولسوالى کي يې امنيتي او پر مختيايې چارو ته پام اړولى دئ .
د ٤٠٤ ميوند زون قومندان پاسوال شفيق فضلي د ارغنداؤ د خلکو څخه غوښتنه وکړه څو خپل وروڼه او زامن د ملي پوليسو ليکو کي شامل کړي او په دې ډول سره خپله د خپلي سيمي امنيت خوندي کړي.