کور / تازه خبرونه / کندهار : يو تن قومي مشر ووژل سو

کندهار : يو تن قومي مشر ووژل سو

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي د دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ناپېژاندو وسله والو نن سهار اته نيمي بجې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د غره د کلي يو تن قومي مشر حاجي نظر جان په ډزو وواژه او د هغه يو ملګرى يې ژوبل کړ . په خبرپاڼه کي د کندهار والي له لوري پر پېښه خواښيني ښودل سوې او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه سوې . په خبرپاڼه کي د دې پيښي پړه پر وسله والو طالبانو اچول سوې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .