کور / راپور / کندهار : ١٥٠ کيلو متره درې ګزيان به پاخه سي

کندهار : ١٥٠ کيلو متره درې ګزيان به پاخه سي

دهغه قرارداد له مخي چي د کندهارښاروال او سي ډي جي مؤسسې ترمنځ د يکشنبې په ورځ لاسليک سو پکښي به د کندهار ښارشاوخوا ١٥٠ کيلومتره نور پياده روونه پاخه او په ښار کي به اړوند ٨٠ کيلومتره لښتيان اساسي جوړ سي .
کندهارښاروال زياتوي چي اوس تقريبا٥٠ کيلومتره درې ګزيان پاخه سوي، ٥٠ کيلومتره نوردزاړه او سل کيلومتره د نوي قرارداد پراساس پخيږي چي ټولټال به ٢٠٠کيلومتره درې ګزيان پاخه سي.
سي ډي جي دامهال د کندهار ښارد صفايي لپاره ١٢سوه کاريګراو ٤٣عرادې کثافات انتقالوونکي موټران د ښاروالۍ سره د مرستي په توګه د ښاروالۍ په اختيارکي ورکړي دي.
کندهارښاروال وايي چي د درې ګزيانو دپخېدودغه پروژه د کاناډاد پرمختيايي ادارې سيډا له خواتمويليږي چي تخنيکي چاري يي د سي ډي جي پرغاړه دي.
کندهارښاروال وايي دادهغه ٢٢ مليونه مرستودوام دئ چي د کاناډاهيواد د کندهار ښاردانکشاف لپاره ځانګړي کړي دي .