کور / تازه خبرونه / کندهار: قومي مشر نا معلومو وسله والو وواژه

کندهار: قومي مشر نا معلومو وسله والو وواژه

د کندهارولايت د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوي  خبرپاڼه لیکی چي د كندهار ولايت د سپين بولدك ولسوالى د غره د كلي يو تن قومي مشر حاجي نظر جان وژل سوي او د هغه يو تن ملګرى حاجي احصايه چي اصلاً د كندهار ولايت د تخته پل ولسوالى اوسيدونكو دی ټپي كړى دي.
خبرپاڼه زیاتوی چی پيښه نن سهار اته نيمي بجې د ډيورنډ د كرښي پوری غاړی د چمن په سيمه کي رامنځ ته سوي.
د پيښي مسووليت تر دي مهاله چا په غاړه نه دى اخستي .