کور / تازه خبرونه / کندهار: په عملياتو کي ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار: په عملياتو کي ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

دکندهار ولایت مطبوعاتی دفتر په خپره شوی خبرپاڼه کی لیکلی چی د افغان ملي امنيتي او ايساف د پلی او هوايې ځواکونو د عمليات په ترڅ کي لس تنه وسلوال وژل سوي او څلور نور ژوبل دي.
خبرپاڼه زیاتوی چی عمليات تير ورځ دکندهارولایت د شاوليکوټ ولسوالى د وچ باختو په سيمه کي تر سره سول چي په ترڅ کي يې دوسلوالو طالبانو دیوه قومندان ملااعظم څلور ملګري وژل سوي دي.

دیوه بل خبر له مخی د کندهار ښار لويديز لورته د ارغنداؤ ولسوالى د لوړتابين په کلي کي دایساف ځواکونو په یوه هوایی برید کی د يوه سيمه ايز سرګروپ ملا مؤمن په ګډون شپږ تنه وسلوال وژل سوي او څلور نور ژوبل دي