کور / تازه خبرونه / پاکستان : UNHCR افغان کډوالو ته درې کلني کارډونه جوړه وي

پاکستان : UNHCR افغان کډوالو ته درې کلني کارډونه جوړه وي

په پاکستان هيواد کي د يو اين ايچ سي آر اداره غواړي چي په دې هيواد کي افغان کډوالو ته د اوسېدو دپاره د درو نورو کلو د تيرولو په موخه مهاجر کارټونه جوړ کړي . تر دې مخکي هم دې ادارې افغان کډوالو ته د اوسېدو کارټونه ورکړي ول چي د ٢٠٠٩ د ډيسمبر په مياشت کي يې د اعتبار موده پاى ته ورسېده . د دې هيواد د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه ښار کي د دې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ وياند وايي چي په دې موخه يې په دې هيواد کي پنځه څلوېښت مرکزونه پرانستي دي .