کور / تازه خبرونه / کبيرخان به د دوبۍ کرکيټ لوبډله روزي

کبيرخان به د دوبۍ کرکيټ لوبډله روزي

د پاکستان پخوانۍ تېز بالر او د افغان لوبډلې مخکنى روزونکى کبير خان د دوبۍد کرکيټ لوبډلې روزنه پيلوي.
نوموړي په اګست کې د افغانستان د کرکيټ بورډ چارواکو سره د ستونزو له مخې استعفا ته اړ کړاى شو، او پرځاى يې د پاکستانۍ لوبډلې پخواني ويکيټ ساتونکي راشد لطيف دنده پيل کړه.
کبير خان به د دوبۍ له ملي لوبډلې سره د ۲۰۱۲ د شل اوريزو نړيوالو سياليو لپاره د رسولو په برخه کې مرسته کوي.
افغان لوبډله دا مهال په کينيا کې له کوربه هيواد سره د انټرکانټيننټل نړيوالو سيالو کې لوبې کوي، د افغانستان تېز بالر حميد حسن ويلي چې دا سيالۍ به د پخواني روزونکي کبيرخان لپاره د يوې ډالۍ په ډول ګټي،ځکه د هغه ارمان و چې موږ دا سيالۍ وګټو.
حميدحسن دا هم ويلي لوبغاړي له نوي روزونکي راشد لطيف څخه هم خوشاله دي، او د بېټينګ په برخه کې تکړه شوي دي.