کور / شعر / اې زما خوار وطنه

اې زما خوار وطنه

زما سنګسار وطنه !
اې زما خوار وطنه !
ستا د بدن ټپونه
لاهم ناسور پاته دي
ستا د بچو په مړيو
دښتي راډكې سولې
پيدا دې نه سو طبيب
نه دي غم خوار وطنه !
اې زما خوار وطنه !

خاوري ارمانونه سول
مړاوي دي ګلونه سول
نه دي غوغا اوري څوک
نه دې ژړا اوري څوک
بس هر يوه کړلې
سنګسار وطنه!
اې زما خوار وطنه!