کور / علمي / د پښتنو فوکلوري تاریخ او تاریخی فوکلور

د پښتنو فوکلوري تاریخ او تاریخی فوکلور

ليکنه: عبدالباري جهاني

د پښتون قام، پښتو ژبی ، قبایلو او د پښتنو د ټاتوبي او د هغوی د منشأ په باب په بهر او داخل کی پوهانو ډیری زیاتي لیکني کړی دي. چا بنی اسراییل، چاقبطیان، چا الباني اصله او چا هم د اریایانو اصیل زامن بللي دي. دلته زموږ هدف ددې نظریاتو او عقایدوردول او تاییدول نه دي بلکه دا خبره کوو چی دغو اکثرو مورخینو په پای کی د خپلو تحقیقاتو نتیجه بیرته پر هغو فوکلوری افسانو بنا کړې ده چی له لویه سره هیڅ اساس نه لري او زیاتره خو یوازي د یوه لیکوال پر هغو اطلاعاتو تکیه کوي چی یوازي په هغه لیکوال پوري اړه لري او په بل هیڅ کتاب کی راغلي نه دي. ددې فوکلوري تاریخ تر ټولو لوی نکلچي خواجه نعمت الله هروي پخپله د پښتنو او اسلام له تاریخ څخه بی خبره دی او چی هر څه یی زړه غوښتي دي هغه یی لیکلی دي. له بده مرغه چی بهرني او داخلي مورخین او څیړونکي، طبیعی خبره ده چی دده په دغو نیمګړتیاوو پوهیدلی دي، د هغه له تاریخی اشتباهاتو څخه په غټو سترګو تیر سوي دي او حتی لا وروسته یی په هغو کتابونو هم استنادونه کړي دي چی نورو له تاریخ څخه بی خبرو مورخینو د خواجه نعمت الله پر فوکلوري خوبونو اضافه کړي دي. د دې غلطو اطلاعاتو او څیړنو تاوان په دې کی نه دی چی موږ ته د پښتون قام په باره کی ګمراه کونکي معلومات راکوي بلکه لوی تاوان یی دادی چی دغه غلط اطلاعات په اصطلاح له آدمه تر دې دمه د پښتنو قومونو تر منځ د اختلافاتو عامل ګرځېدلی او تر نن ورځی پوري یی دوام کړی دی. فوکلور، افسانې او فوکلوري تاریخ د یوه قوم د هویت لویه برخه ده. په نړۍ کی چندانی داسی قام نسته چی د خپلی ریښې او منشأ په باره کی افسانې ونه لری. هر قام ځانته لیکلی او شفاهي تاریخ لري. فوکلوري افسانې په حقیقت کی د یوه قام د کلتور او فرهنګ ډول او سینګار دی. خو کله چی یو قام تعلیم یافته او لوستی سي نو افسانې له ریښتوني تاریخ څخه بیلي کړې. البته، په افسانو کی هم د خپل ریښتوني تاریخ څرک لټوي. خو زموږ د تحقیقاتو لویه نیمګړتیا په دې کی ده چی د خپلو افسانو په مقابل کی، چی زیاتره وختونه ريښتونی تاریخی اساس نه لری، او په مقابل کی یی د ردولو لپاره په زرهاوو کره ، تاریخی او لیکلي شواهد موجود دي، بیا هم پر خپلی خبری ټیګ ولاړ یو او غواړو په یوه او بل ډول هغو ته ریښتونی تاریخی رنګ ورکړو. د همدغو بې اساسو تاریخی افسانو پر اساس مو خپل تاریخی تحلیلونه بنا کړي او حتی د قومي جلاوالي او بدیو د دوام سبب مو ګرځولي وي. د پښتون قام د سرچینی او پښتنی قبایلو په باره کی زیاتره اطلاعات د خواجه نعمت الله هروي پر مخزن افغانی و تاریخ خان جهاني باندي، چی په اوه لسمه میلادي پېړی کی یی لیکلی دی، ولاړ دي.

             خواجه نعمت الله په پوره زړه ورتوب له خپلی زمانې څخه څه باندي دوه زره کاله پخوا پیښو په باره کی داسی بحث کوی لکه لیکلي اسناد او تاریخونه چی یی مخي ته پراته وي. د هغه په تعقیب د نولسمی پیړۍ په پای کی شیر محمد خان ګنډاپور د تواریخ خورشید جهان په نوم یو کتاب تالیف کړ او په همدغو کلونو کي په صوبه سرحد کی د انګریزانو یوه مامور ډیپټی محدحیات خان د حیات افغاني په نوم یو کتاب ولیکی او د قبایلی افسانو په برخه کی یی هماغه د خواجه نعمت الله بی اساسه خبري په یوه او بل شکل تعقیب کړې. ددې دریو واړو تاریخ لیکونکو یوه مشترکه وجه دا ده چی درې واړه د تاریخ او، په تیره بیا د سیمی له تاریخ څخه تر ډیره ځایه بی خبره دي او دریو واړو، د خپلو تاریخونو په لیکلو کی، په ډېرو ځایونو کی، په بشپړی بې مسولیتی ،پر فوکلوري روایاتو باندی تکیه کړې ده. د همدغو کتابونو زیاترو بی اساسو خبرو د پښتنو د تاریخ په باب سل هاوو کتابونو او تحلیلونو ته لاره وکړه او د قبایلو د ویش په برخه کی یی زیاتره خبری تر نن ورځی پوري د پښتنو ترمنځ د بې دلیلو ویشونو او حتی قومي دښمنیو سبب ګرځیدلي دي.

            خواجه نعمت الله هروي په خپل پورتني یادسوې کتاب کی لیکي چی شمویل علیه السلام له خپل قبر څخه را ووت او د اسراییلو پاچا طالوت ( په تورات کی ساول دی) ته یی وویل چی د هغو لویو ګناهونو او بې عدالتیو څخه چی تا کړي دي د بخښل کیدلو یوازینی لاره داده چی خپله پاچهي داوود علیه السلام ته پریږدې او د خپلو لسو زامنو سره د کفارو سره په جګړه کی شهید سې. طالوت خپله پاچهي داوود علیه السلام ته تسلیم کړه او هغه ته یی وویل چی دده د هغو دوو میرمنو، چی دواړي حاملې دي، ښه پاملرنه وکړي. ځکه چی شمویل علیه السلام ده ته ویلي دي چی دا دواړي به یی دوه زامن وزیږوي او هغوی به ډیر لوی خدمتونه وکړي. طالوت د خپلو لسو زامنو سره د کفارو په مقابل کی په جنګ کی شهید سو او د ګناهونو څخه پاک سو. د طالوت له دوو میرمنو څخه، چی داوود علیه السلام ته یی سپارلي وې، په یوه ورځ دوه زامن پیدا سول چی یو یی برخیا او بل یی ارمیا وو. داوود علیه السلام د دې دوو هلکانو ښه پالنه وکړه او کله چي هغوی لوی سول نو ډیر لوی لوی خدمتونه یی وکړل او د کفارو په مقابل کی په ټولو جنګونو کی بریالي سول. دوی دواړو ته خدای تعالی ج دوه زامن ورکړل. برخیا د خپل زوی نوم آصف او ار میا د خپل زوی نوم افغانا کښېښود. کله چی د دوی پلرونه مړه سول نو داوود علیه السلام د هغوی زامنو ته د پلرونو منصبونه ورکړل او بالاخره داوود علیه السلام هم د ۱۲۰ کالو او څو ورځو پاچهی څخه وروسته وفات سو.

            په داسی حال کی چی طالوت یوازي ۴۷ کاله پاچهي وکړه. ۱ د داوود علیه السلام له وفات نه وروسته د هغه زوی سلیمان علیه السلام پاچا سو او هغه د ملکي چارو تنظیم او وزارت آصف او نظامی چاري یی د افغانا د ډیر زیات پوځی لیاقت له امله هغه ته وسپارلې. د سلیمان علیه السلام له وفات څخه وروسته آصف او افغانا د بیت المقدس ملکي او پوځی چاري پر مخ بیولې. تر څو هغوی هم دواړه وفات سول. څه موده وروسته بخت النصر شام ونیوی او بالاخره یی بیت المقدس ټول خراب کړ او اسراییل یی غلامان او بندیان کړل. ده اسراییل له خپله ملکه وشړل او هغوی په غور، غزني، کابل، کندهار، فیروز کوه او پنځم اقلیم کی میشته سول.۲

              دا د هغو کیسو خلاصه ده چی د خواجه نعمت الله په مخزن افغاني کی راغلي دي. مګر په تورات کی، چی د دې ټولو معلوماتو اصلي منبع ده، دغه کیسې بالکل په بل ډول راغلي دي. او تقریبا په هیڅ توګه یا د خواجه نعمت الله له لیکني سره سر نه خوري او یا بشپړ اختلاف ورسره لری.تورات وایی چی طالوت د خپلو ګناهونو د جبرانولو دپاره د فلسطینیانو په جنګ روان سو او په جنګ کی له خپلو دریو زامنو( لسو سره نه ) سره ووژل سو. داوود علیه السلام د هغه د وژل کیدلو د خبر د اوریدلو سره ډیر لوی ماتم جوړ کړ او په یوه المیه سندره کی یی د هغه او د هغه د زامنو د میړاني یادونه وکړه. خو په تورات کی دا نه دي راغلي چی طالوت د فلسطینیانو جنګ ته د تللو په وخت کی د داوود علیه السلام سره خدای په اماني کړې، یا یی کومه توصیه ورته کړې او یا یی د خپلو دوو حاملو ښځو سپارښتنه ورباندي کړې وي.

           په تورات کی نه د برخیا او ارمیا کیسه راغلې او نه د آصف او افغانا په باره کی دغه راز مفصل معلومات موجود دي. او نه شموییل علیه السلام د طالوت له دوو میرمنو څخه د دوو توریالیو او د قام د راتلونکو خدمتګارانو د پیداکیدلو خبر ورکړی دی. د بلي خوا هغه کتابونه چی مخزن افغاني استناد ورباندي کوي، دده ادعاوي نه ثابتوي بلکه هغه کتابونه هم بیخی بل ډول معلومات راکوي او ددې خبري یوه معنی دا کیدلای سي چی خواجه نعمت الله هغه کتابونه لوستي نه دي او د هغوی په باره کی یی هم له نورو خلکو څخه کیسې اورېدلي دي. د مثال په توګه، خواجه نعمت الله په تاریخ ګزیده او تاریخ طبري استناد کوي خو د هغوی خبري نه د خواجه نعمت الله او نه له تورات سره اړخ لګوي او بیخی نقاضت ورسره لري. تاریخ ګزیده، چی خواجه نعمت الله د طالوت شجره د هغه کتاب په حواله وایی، اصلا د طالوت د شجرې په باره کی بحث نه کوی او یوازي دونه وایی چی د هغه پلار سقاوي کوله. ۳ په داسي حال کی چی په تورات کی د طالوت کسب ته اشاره نه ده سوې او وایی چی د هغه پلار قیس، چی یو غریب سړی وو، خره ورک کړي وه، او طالوت د خرو په پیداکولو پسی را وتلی وو چی شمویل علیه السلام یی ولیدی او هغه د هغو نښانو په اساس چی وحی ورته سوي وې طالوت د اسراییلو د پاچا په حیث اعلان کړ. ګواکی د تاریخ ګزیده معلومات نه د خواجه نعمت الله او نه د تورات له متن سره لګیږی.

        تاریخ طبري د آصف بن برخیا نوم یادوی او وایی چی هغه د سلیمان علیه السلام دوست وو، او هغه ته یی خبر ورکړ چی میرمن یی دده ( سلیمان علیه السلام جهاني) په خپل کور کی بت پرستي کوي. ۴ په داسی حال کی چی په مخزن افغانی کي برخیا او ارمیا دوه وروڼه معرفی سوي دي او د طالوت د دوو ښځو زامن بلل سوی دي، خو ابن اثیر په تاریخ کامل کی آصف بن برخیا د سلیمان علیه السلام ډیر باوري سړی بولي او وایی چی هغه هر وخت د سلیمان علیه السلام کورته ورتللای سوای. ۵ مګر ارمیا د برخیا او آصف له زمانې څخه ډیر وروسته بولي او لا وایی چی ارمیا پیغمبر وو او پر بیت المقدس باندي د بخت نصر د یرغل په زمانه کی وحی ورباندي راغلي وې .۶ البته پخپله د ابن اثیر خبري هم ځکه د تأمل وړ دي چي په تورات کی دغه راز کومه اشاره نه لیده کیږی. دغه راز تاریخ طبري، د تورات په خلاف ، چی وایی طالوت له دریو زامنو جناتان، ابی نداب او میلچیوسا سره یو ځای ووژل سو، وایی چی طالوت له دیارلسو زامنو سره ووژل سو. ۷

            مخزن افغانی موږته وایی چی داوود علیه السلام ۱۲۰ کاله او څو ورځی پاچهی وکړه ۸ خو تورات وایی چی داوود علیه السلام ټول ټال څلویښت کاله پاچهی وکړه . له هغې جملې څخه اوه کاله په هیبرون او ۳۳ کاله په بیت المقدس کی پاچا وو. مخزن افغاني موږ ته وایی چی سلیمان علیه السلام د خپلی پاچهی د ملکي چارو اداره آصف او پوځی چاری یی افغانا ته وسپارلې او هغوی د سلیمان علیه السلام د وفات نه وروسته هم په دغو مقامونو کی خپلو کارونو او د بیت المقدس د چارو ادارې ته دوام ورکړ. ۹ په داسي حال کی چی په تورات کی د سلیمان علیه السلام د کابینې د ټولو غړو او حکمرانانو نومونه لیکلي دي او په هغوی کی له برخیا څخه نیولې تر افغانا پوری د هیڅ یوه نوم نسته. ۱۰ دغه راز تورات موږ ته وایی چی د داوود علیه السلام او د طالوت د کورنیو ترمنځ نه د طالوت په ژوند او نه د طالوت له مرګ نه وروسته روغه جوړه راغلې ده. د طالوت اولادونو او لمسیانو ته د کابینې د مقامانو د سپارلو خو بیخی خبره نه سي کیدلای. حتی د تورات په یوه برخه کی موږ ګورو چی داوود علیه السلام د طالوت د کورنۍ اوه تنه نارینه غړي ، چی د طالوت د زامنو او لوڼو اولادونه دي، د هغوی یوې دښمني قبیلې ته سپاري او هغوي ټول وژني، او په دې سلسله کی یی یوازي د جناتان زوی، مي في بوسیت، چی په دواړو پښو شل وو، ژوندی پریښود. البته د طالوت یوازینی زوی ایز بوسیت، چی د طالوت او فلسطینیانو په جنګ کی نه وو وژل سوی، او د داوود علیه السلام څخه یی د بیت المقدس د نیولو دپاره له هغه سره جګړې کولې، پخوا لا خپلو دښمنانو قتل کړی وو او سر یی داوود علیه السلام ته راوړی وو. خو داوود علیه السلام د ایزبوسیت د دواړو قاتلانو د وژلو حکم صادر کړ.

          اوس نو سره له هغه چی ټول محققین په دې پوهیږی چی د طالوت د اولادونو او نسل په باره کی د مخزن افغاني افسانې هیڅ اساس نه لري، او پر هغو کتابونو یی هم غلطي حوالې ورکړي دي چی د هغوی متنونه پخپله د تورات له متن سره سر نه خوري، بیا هم ددغه کتاب فصلونو او ادعاوو ته یا په جدی سترګه ګوري او یا یی لږترلږه د ردولو اقدام نه کوي. خو په دی لړ کی تر ټولو په زړه پوري د مرحوم دوست محمد کامل مومند هغه تعلیقات دي چي پر تاریخ مرصع یی لیکلي دی او ددې تعلیقاتو له یوې لویی برخي څخه یی هدف ددې ادعا ثابتول دي چی پښتانه په اصل کی بنی اسراییل دي. مرحوم کامل مومند په دې خبری ښه پوهیږی چی د مخزن افغاني خبری د تورات له متن سره سر نه خوري او له سرڅخه تر پای پوری یی یوه غلطه فرضیه پر بلي بنا کړې ده، خو ددې پر ځای چی مخزن افغاني ته د انتقاد ګوته ونیسی پخپله پر تورات یی انتقادونه پیل کړي دي. یو ځای خو حتی د مخزن افغانی لیکوال نعمت الله ته هم په غوسه دی او وایی چی خواجه نعمت الله او نورو مسلمانو تذکره لیکونکو چی د طالوت په باب څه لیکلي دي نو هغه یی ل بایبل څخه اخیستی دي. او په بایبل کی پر طالوت باندي ډیر بیځایه الزامونه لګول سوي او هغه یی یو ظالم سړی او د داوود علیه السلام دښمن معرفی کړی دی. په داسي حال کی چی طالوت خو د خدای تعالی ج له خوا منتخب سوی شخصیت وو. هغه هیڅکله دومره ظالم او کمزوره شخصیت کیدلای نه سو.۱۱

         دلته اصلي خبر ه دا ده چی خواجه نعمت الله، د کامل مرحوم د خبري په خلاف، بایبل له سره لوستی نه وو او که یی لوستی وای نو د ارمیا او برخیا په څیر خیالي قهرمانانو پیداکولو ته به یی اړتیا نه وه پیداکړې. او د طالوت او داوود علیه السلام ترمنځ د اړیکو په باره کی به یی داسی اطلاعات درلودلای چی لږترلږه یو کتابي اساس خو یی لرلای. او تر دې چی راتیر سو، که چیری د طالوت او د هغه د زمانې په باره کی د بایبل معلومات غلط وي، نو نعمت الله او نورو مسلمانو مورخینو ددغی زمانې په باره کی اطلاعات له کومه کړي وای. ځکه چی د مصر او بین النهرین د تمدنونو په باره کی هغه عصری تحقیقات چی په بایبل کی ځینی راغلي افسانې ردوي د شلمي پیړی د لرغون پیژندونکو د زیار او زحمت محصول دي. او لا ښایی وروسته د عصري وسایلو په برکت نور اطلاعات هم ترلاسه سي او د هغي سیمی تاریخ نور هم روښانه کړي. د کامل صاحب د ادعا په خلاف د نعمت الله هروي نیمګړتیا په دې کي نه ده چی یوازي یی د بایبل پر اطلاعاتو تکیه کړې ده بلکه خبره په دې کی ده چی هغه یا بایبل له سره لوستی نه وو او یا یی غلطه استفاده ورڅخه کړې وه. که په بایبل کی ارمیا او افغانا ‌‌‌ذکر سوي نه دي او که د طالوت په زامنو کی ارمیا او برخیا موجود نه وي. که په بایبل کی آصف د برخیا زوی بلل سوی او د برخیا د پلار نوم موجود نه وي. که په بایبل کی د سلیمان علیه السلام کابینه په ټول تفصیل راغلې او په هغی کی د آصف او افغانا نومونه پیدا نه کړو نو نعمت الله به دا نومونه له کومه کړي وي. طبیعی خبره ده چی یا به ده او یا به د هغو کتابونو لیکوالانو چی ده به احیاناً د ماخذ په حیث استفاده ورڅخه کړې وي جعل کړي وي.

             په بایبل کی موږ ګورو چی داوود علیه السلام آصف ته له نورو یهودو مشرانو سره یو ځای د میوزیک ددستې ریاست ورکوي او امر ورته کوي چی د خېمې مخي ته، چی مقدس تابوت پکښی ایښودل سوی دی، د خدای تعالی ج ثنا او صفت ووایی. نور نو نه د داوود علیه السلام او نه د سلیمان علیه السلام په باچهیو کی د آصف د اجرآتو په باره کی څه لیده کیږی. او طبیعی خبره ده چی په دې برخه کی هغه اضافی معلومات چی په بایبل کی نسته د مختلفو وختونو د مورخینو او لیکوالانو د ذهن او خیال څخه زیږېدلي دي. مخزن افغاني لیکي چی د سلیمان علیه السلام د وفات څخه وروسته آصف او افغانا هم وفات سول. څه موده وروسته بخت النصر پر بیت المقدس باندي حمله وکړه ، پر اسراییلو یی ظلمونه وکړل او هغوی یی د خپل قلمرو څخه مهاجرت ته مجبور کړل. نو دوی هم غور، غزني، کابل، کوه فیروزه او د کندهار غرنیو سیمو ته مهاجر سول. ۱۲

         مخزن افغانی وروسته وایی چی دوی تر هغه وخته پوری د افغانستان په غرو رغونو کی میشته وه چی په سعودی عربستان کی د اسلام لمر را وخوت او خالد بن ولید، جی د مخزن افغاني په قول د بن اسراییلو څخه وو، قیس ته ، چی د غور په غرونو کی میشت وو، لیک واستاوه او هغه ته یی بلنه ورکړه چی مدینې منورې ته ورسي او د اسلام په مقدس دین مشرف سي. قیس له خپل یوه لوی هیات سره مدینې منورې ته ولاړ او هلته خالد بن ولید هغوی سرور کاینات ص ته معرفی کړل او ټول د اسلام په دین مشرف سول. سرورکاینات ص قیس ته وویل چی ستا نوم عبراني دی او موږ عرب یو نو د هغه نوم یی بدل کړ او عبدالرشید نوم یی ورباندی کښېښود. د مکې معظمې د فتح کولو په جنګ کی قیس ډیر په مړانه وجنګېدی نو له دغه امله سرور کاینات ص هغه ته د پتهان لقب ورکړ چی د کښتۍ لاندي برخه ده او کښتۍ له هغه پرته سفر نه سي کولای. ۱۳ د پښتنو دغه فرضی پلار له دې څخه وروسته خپل هیواد ته ستون سوی دی او په غور کی یی هستوګنه غوره کړې ده. د پښتنو تقریبا ټول لوی قبایل ددغه قیس یا عبدالرشید پتهان د دریو زامنو، بیټ، سړبن او غرغښت اولاد دی. اوس خبره داده چی پر بیت المقدس باندي د بخت النصر د حملې او مدینې منورې ته د قیس د سفر کولو، چی د هجرت نهم کال ښودل سوی دی، څه باندي دوولس سوه کاله فاصله ده. که د مخزن افغاني قول ته اعتبار ورکړو نو پر بیت المقدس باندي د بخت النصر د حملې په نتیجه کی، که په میلیونو نه وي، باید په سل هاو زره یهودان د افغانستان غرونو رغونو ته مهاجر سوي وي. ځکه چی هغوی په یوه سیمه کی نه ځاییدل او د غور، غزني، کابل او کندهار شاوخوا علاقو ته ولاړل. خو له بده مرغه چی دې ګڼ شمیر یهودانو ، چی د مخزن افغاني په قول یی د کافرانو له قبیلو سره ډیر زیات جنګونه وکړل او په ټولو کی بریالي هم سول ۱۴ د خپل تمدن هیڅ آثار موږ ته نه دي پرې ایښي او بده لا داده چی خالد بن ولید یوازي په غور کی قیس ته بلنلیک واستاوه او هغه هم د لیک د اخیستلو سره سم ، د یوه لوی هیات په مشری، مدینې منورې ته روان سو. هغه نور یهودان چی په نورو ښارونو کی میشته سوي وه او شمیر به یی په دغه وخت کي میلیونو ته رسیدی ، پر خپل حال پاته سول. خالد بن ولید د هغوی سره چنداني علاقه نه ده ښودلې او ملا نعمت الله هم د هغوی د سرنوشت سره ځکه چنداني علاقه نه لري چی دی موږ ته د قیس نکل کوي او له نورو کسانو سره ، چی احتمالا به تر قیس ډیر مهم لا هم وه، چنداني غرض نه لري.

             لومړی سوال دا دی چی خالد بن ولید به، چي په ډیرو اسلامی تاریخونو کی یی شجره موجوده ده او د قریشو د بن مخزوم قبیلې ته منسوب دی او خواجه نعمت الله له هغه څخه په زور اسراییل جوړوي، په کومه ژبه د قیس سره مکاتبه کړې وي. ځکه چی قیس خو په دغه وخت کی پښتون سوی وو او نه په عبري او نه عربي ژبی پوهیدی. او تر کومه ځایه چی موږ اطلاع لرو نو خالد بن ولید هم نه په عبري او نه په پښتو خبری کولای سوای. او دا لا هم چنداني یقینی نه ده چی خالد بن ولید د مکتوب لیکلو په اندازه سواد درلود او کنه. ځکه چی په هغه زمانه کی سواد ډیر عام سوی نه وو. او که چیری خالد بن ولید سواد درلودی نو عربي الفبا د سعودی عربستان څخه دباندي وتلې نه وه. افغانستان او د غور غرونه خو لا ها خواته پریږده. په هر صورت نکلچیان چی د خپلو اوریدونکو ددغه راز سوالونو سره مخامخ سي نو معمولا وایی چی دا نو د نکل کار دی. موږ به هم د نعمت الله د کتاب دغه برخه تش د نکل په غوږ وارو.

         بله خبره چی خالد بن ولید، چی په اسلام کی د سیف الله ( د الله ج توره) لقب لري، او د عربی نړۍ یو له تر ټولو لویو جنرالانو څخه دی، پخپله تقریبا شل کاله ! د اسلام او د هغه له پیغمبر سره وجنګیدی. هغه پخپله ایله د هجرت په اووم کال دې حقیقت ته متوجه سو چی اسلام او د هغه پیغمبر پر حق دي او دی باید چی د خپل پلار او نیکه د بت پرستی دین پریږدي او اسلام راوړي. مګر موږ ګورو چی د قیس زړه دونه صاف دی چی د خالد بن ولید په یوه لیک خپل یهودی دین پریږدي او سمدستي مدينې منورې ته د تللو او اسلام راوړلو فیصله کوی. په داسي حال کی چی هغه په سل هاو زره یهودان چی د مدینی منورې په ښار او په شاوخوا کی اوسېدل، په عربی ژبه پوهیدل، د اسلام د حقانیت په باره کی یی له نیژدې هرڅه په سترګو لیدل او اوریدل خو هغوی تر پایه اسلام قبول نه کړ او یایی ډیرو لږو کسانو ایمان راووړ او ډیرت زیات شمیر یی له خپلو مالونو، سرونو او جایدادونو څخه تیر سول او د سعودی عربستان څخه یی مهاجرتونه وکړل. په هر صورت موږ به یی داسي وګڼو چی دا هم د نکل کار دی.

        خواجه نعمت الله وایی کله چی قیس د اسلام د پیغمبر په حضور مشرف سو نو هغه یی د نامه پوښتنه وکړه. کله چی ده خپل نوم ورته وښود نو هغه ورته وویل چی قیس خو عبري نوم دی او موږ عرب یو. ستا نوم دي عبدالرشید وي. ۱۵ خواجه نعمت الله وایی حضرت رسول ص د قیس سره د ملګری هیات د ټولو نومونه وپوښتل. ګواکي د هغوی ټولو نومونه پر شرع برابر وه او یوازي د قیس نوم عبري وو! په داسي حال کی چی لومړی خو قیس پخپله عربي نوم دی. د عربي ژبی تر ټولو مشهور شاعر امرألقیس د اسلام څخه تقریبا یوه پیړی مخکي ژوند کړی وو. قیس په کعبه کی د یوه لوی رب النوع نوم وو. عبدالقیس د عربو یوه لویه قبیله او د ډیرو کسانو نوم قیس وو. دا نوم نه په پخوا کی عبري او نه د اسلام څخه وروسته یهودانو د خپلو ځانونو دپاره انتخاب کړی دی. او بل حضرت رسول ص چنداني له چا څخه د نامه د بدلولو غوښتنه کړې نه ده.

            خواجه نعمت الله موږ ته وایی چی انحضرت ص وفرمایل چی ماته وحی سوي دي چی د اسلام د پاره ددي قوم اهمیت داسی دی لکه د کښتۍ د لاندي هغه لرګی چي د کښتۍ ټول زور او طاقت پر هغه ولاړ دی. څرنګه چی د سمندرونو او د سمندرونو پر غاړو اوسیدونکي خلک دغه لرګي ته پتهان وایی نو زه هم عبدالرشید ته د پتهان لقب ورکوم.۱۶ په داسی حال کی چی په عربی ژبه کی د پتهان لغت ځکه نه سی موندل کیدلای چی د «پ» توری په عربی الفبا کی نسته. او که چیری اوس په عربي ژبه کی دا توری ولیده سي نو هغه به ډیر وروسته له نورو ژبو څخه ورته راغلی لغت وي. داسی کلمه چی په تلفظ کی پتهان ته ورته وي او د کښتۍ د لاندني لرګي معنی دي ورکړي په عربی ژبه کی له سره نسته. په هرصورت قیس، چی فوکلوري تاریخ او تاریخی فوکلور یی د پښتنو پلار بولي، د مکې معظمې د فتح کیدلو له جنګ څخه وروسته بیرته د غور غرونو ته ستون سو او تر ۸۷ کلنی پوري ژوندی وو او هلته وفات سو. ۱۷

            فوکلوري تاریخ موږ ته دا نه وایی چی د قیس عبدالرشید درې زامن بیټ، سړبن او غرغښت ولي په غور کی دونه ژر په تنګ سول چی ان د کسی د غره لمنو ته وکوچیدل خو مرحوم عبدالروف بینوا او مرحوم عبدالحی حبیبی وایی چی بیټ نیکه ښایی د ۳۵۰ هجري په شاوخوا کی ژوند کړی وي. ۱۸ یعنی که په تنګ سوي وي نو هم ډیر ژر نه دي په تنګ سوي. په زړه پوري خبره داده چی قیس عبدالرشید پتهان ښایی د هجرت د لومړۍ پېړۍ د پنځمی لسیزي په نیمایی او یا وروستیو کلونو کی وفات سوی وي. خو بیټ نیکه چی د هغه دوهم زوی دی د پلار له وفات څخه درې یا درې نیم سوه کاله وروسته ژوندی دی او د کسي په غره کی مناجاتونه وایی.

               البته که د فوکلوري تاریخ هغه افسانه ومنو چی وایی بیټ نیکه د خپلو بچو او لمسیانو سره د هغو غرونو له لمنو څخه چی سختي واوري پکښی اورېدلي وې د ژمي د تیرولو لپاره نسبتا ټیټو او تودو سیمو ته کوچ وکړ او کله چی شپږ میاشتي وروسته بیرته خپل اصلی وطن ته وکوچیدی نو دده میرمني دده په امر له هغه تناره څخه تازه سکروټی را وایستلې چی دوی شپږ میاشتي مخکی اور پکښی بل کړی او له هغه ځایه کوچېدلي وه. ۱۹ بیا نو دا امکا ن سته چی پخپله بیټ نیکه د خپلي بزرګی په زور درې یا درې نیمی پیړی ژوند کړی وي. د بیټ نیکه او د هغه د وروڼو په برخه کی موږ یوازي له دې ستونزي سره مخامخ نه یو چی څرنګه یی د خپل پلار قیس له مرګ څخه څه باندي درې سوه کاله وروسته ژوند کړی دی، بلکه ستونزه دا ده چی موږ ته مرحوم حبیبی صاحب وایی چی د غور شاهان سوري پښتانه وه ۲۰ خو ددې سلسلې لوی نیکه سور د بیټ نیکه پنځم پښت یا کودی کیږی. ۲۱ البته څوک چی درې نیم سوه کاله ژوند وکړي نو دا هیڅ عجیبه نه ده چی هغه خپل پنځم او حتی لسم پښت وویني. او څرنګه چی مخزن افغانی موږ ته وایی چی بیټ نیکه د خدای تعالی ج ډیر لوی ولي وو. او د سلیمان ماکو په تذکره کی راغلي دي چی هغه به تل د کسي په غرو کی ګرځېدی او ویل به یی چی دا وګړي ډېر کړې خدایه لویه خدایه لویه خدایه. نو کیدلای سي چی د هغه دغه دعا قبوله سوې وي او په لږ وخت کی یی حتی د پنځم پښت اولاد دونه زیات سوی وي چی په غور کی یی یوه لویه پاچهي جوړه کړې وي.

            خو کشکي له هغه سره زموږ ستونزه دلته ختمېدلای. ځکه چی د بلي خوا پټه خزانه موږ ته وایی چی امیر کروړ جهان پهلوان د امیر پولاد سوري زوی په کال ۱۳۹ هجري کی د غور په مندیش کی امیر سو. ۲۲هغه دونه لوی امیر وو چی هرات او ګرمسیر یی په قلمرو کی شامل وو، تخار او بامیان یی قدرت ته تسلیم وه او د روم پاچا په رسمیت پیژاند. زما د توري تر شپول لاندی دی هرات و جوروم غرو و بامیان و تخار اخلي نوم زما په اودوم زه پیژندوی یم په روم له ما اتل نسته فوکلوري تاریخ موږ ته وایی چی بیټ نیکه د ۳۰۰ هجری قمري څخه تر څلور سوه قمري په شا و خواکی د کسي په غره کی مناجاتونه ویل او خدای ته یی خواستونه کول چی وګړي ورته ډیر کړي مګر اولاد یی تر دې مناجاتونو دوه، دوه نیم سوه کاله پخوا د دوهمي هجری قمري پیړی په سر کی په غور کی ډیره لویه پاچهی درلوده.

           مرحوم حبیبی د امیر کروړ جهان پهلوان د پلرونو او نیکونو سلسله د څلورم خلیفه، علی ابن ابی طالب، زمانې ته رسوي او موږ ته وایی چی د سوري خاندان یو مشهور مشر شنسب بن خرنک د څلورم خلیفه پرلاس مسلمان سو او په غور کی یی پاچهی کوله. ۲۳ فوکلوري تاریخ موږ ته وایی چی سور د قیس د زوی بیټ نیکه د لور بی بی متو د نسله څخه وو. خو دا نه راته وایی چی په دومره لږ موده کی د سور اولاد کله بیرته کافران سول چی د امیرپولاد او امیر کروړ جهان پهلوان نیکه خرنک بن شنسب بیرته مسلمان کیدلو ته مجبور سو. دا لا نه ده معلومه چی خرنک په څوهم پښت کی خپل نیکه سور ته رسیدی چی دونه قوت او قام یی پیدا کړی وو چی د غور سیمه او شاوخوا غرونه یی تر بیرغ لاندي وه. دلته موږ بیا خپلی هغی پخوانی خبري ته مجبوریږو چی دا نو د نکل کار دی. نو یا خو نه غور او نه هرات امیرکرړ د توري تر شپول لاندی دی او یا د بیټ نیکه افسانه او مناجات اساس نه لري. نه یی د ساړه تنور څخه سکروټی را ایستلي دي او نه یی د کسي په غره کی د وګړو د ډیریدلو د پاره مناجاتونه ویلی دي. دواړي افسانې نه سي ریشتیا کیدلای. یوه باید دروغ وي.

         فوکلوري تاریخ موږ ته دا هم نه وایی چی د بیټ او غرعښت په زامنو کی ولي یوازي د سور او لاد دونه غښتلي سول چی په لومړی هجري پیړۍ کی یی غور او هرات د توري تر شپول لاندي کړي وه. او دا هم طبعا نه راته وایی چی د بیټ نیکه لور بی بی متو ته دغه منسوبه قبیله په کوم وخت کی د کسی د غرو له لمنو څخه بیرته غور ته وکوچیده چی هلته خدای تیاره پاچهي ور په برخه کړه. د بلي خوا، په داسي حال کی چي د بیټ نیکه کړوسیانو د هرات څخه تر کندهار او تخار پوري پاچهي درلوده ۲۴ پخپله بیټ غریب په کیږدیو کی سرګردانه ګرځیدی، د اور لګولو لپاره له کرامت څخه کار اخیستلو ته مجبور وو، او د غرونو په منځ کی یی ژوند په کوچ او بار تیراوه. دلته دي د غرو لمني زموږ کیږدی دی پکښی پلني

            د ځینو لویو قومونو فوکلوري تاریخچه:           د پښتنو فوکلوري تاریخ د ځینو لویو قومونو او قبیلو په باره کی داسی افسانې لري چی حتی د وخت د تېرولو ارزښت هم نه لري. البته موږ مخکی وویل چی تقریبا ټول قبایل او قامونه د خپلو نیکونو او ګاونډیانو د نیکونو په باره کی دغه راز افسانې لري. خو د هغوی تاریخ لیکونکو او څیړونکو خپلي افسانې د ریښتوني تاریخ څخه بېلی کړي دي، او له دواړو څخه پر خپل ځای کار اخلي. له بده مرغه چی زموږ تاریخی افسانو ته د تاریخ په سترګه کتل سوي او زموږ د پښتانه اولس د تربور ګلویو، د ښمنیو او یوه بل ته د اصل او کم اصل په سترګه کتلو بنسټونه جوړوي. دا کیسې که یوه قبیله د بلي قبیلې په مقابل کی په ټوکو یادي کړي نو ځکه چنداني خبره نه ده چی قبایل او قومونه، په تیره بیا په وروسته پاتي کلیوالي ټولنو کي، زیاتره په یوه بل پسی ټوکي جوړوي. خو نه په تاریخی کتابونو کی په راوړلو ارزي او نه په تحلیلونو کی د یادولو ارزښت لري.

            فوکلوري تاریخ په دې سلسله کی د مثال په توګه د کرلاڼی قبیلي په باب وایی چی عبدالله او زکریا اورمړ یوه ورځ په ښکار وتلي وه او په صحرا کی یی ولیدل چی قافله په سهار وختي کی کوچېدلې او د نورو شیانو ترڅنګ یو کړایی هم ورڅخه پاته سوی دی. تر دې کړایی لاندي یو ماشوم پروت وو چی په هغه تیره شپه زېږېدلی وو. څرنګه چی عبدالله زوی نه درلود نو دغه ماشوم یی په خپل کور کی لوی کړ او د هغه نوم یی ځکه کرلاڼی کښېښود چی تر کړایی لاندي یی پیدا کړی وو. ۲۵ د کرلاڼی په نوم لویه قبیله کی دلازاک، اورکزي، منګل، وردګ، خټک، ځدران، خوګیاني، ځاځی و زیر او نور شامل دي. ۲۶ په تیره شپه کی دنیا ته راغلی ماشوم څرنګه له قافلې څخه په دښت کی پاتېدلای سي. تر کړایی لاندي ماشوم څرنګه ځاییږی. او که کړایی دونه غټ وي چی ماشوم تر لاندي ځای سي، یو وخت دا خبره چا اورېدلې ده چی کومي مور یا پلار دي خپل ماشوم تر کړایی لاندي پرې ایستلی وي. کړایی خو هیڅ منفذ او سوری نه لري چی هلک لږترلږه ساه وایستلای سی، او په هغه شپه باید مړ سي. څرنګه مور او پلار کولای سي خپل زوی د یوه بې اهمیته شي په څیر داسی هیر کړي چی بیا یی په لاره کی هم ور په یاد نه سی. داسی به یی فرض کړو چی دا ټولي ناشوني پېښي شوي دي، ځکه چی په نکل کی هرڅه راځی! اوس نو یو سړی چي پخپله عبدالله نومیږی او زوی هم نه لري او خدای ده ته په سره دښت کی نوی زیږیدلی ماشوم ور په نصیب کړي نو څرنګه د داسی یوه ماشوم نوم کرلاڼی ایږدي او هغه هم ځکه چی ده په دښت کی تر کړایی لاندي میندلی دی.

           دغه راز فوکلوري تاریخ د خروټي د قبیلې په باره کی وایی چی دا قوم ادعا کوي چی د توخو د قبیلې یو ښاخ دی خو توخي دا خبره نه مني او وایی چی سهاک او ایزل دواړه صحراته وتلي وه چی د لیری یی یو خر ولیدی. ایزل ږغ کړه چی خر زما دی او سهاک وویل چی بار یی په ما اړه لري. د خره پر یوه خوا د باغلیو ډوډی بار وه چی پښتانه یی روټه بولي او بلي خواته یی وړوکی ماشوم وو. نو سهاک د دغه ماشوم نوم د خره او روټي څخه جوړ کړ او هغه یی خروټی وباله ۲۷

           دغه راز د خټکو د قبیلې په باره کی فولکوري تاریخ یوه خندونکې کیسه لري او وایی چی د کرلاڼی د قبیلي څلور وروڼه لقمان، اتمان، عثمان او جدران په ښکار وتلي وه. د لیری یی ولیدل چی څلور ښځی د دوی خواته را رواني دي. لقمان وویل چی زه په تاسی کی مشر یم. زه خپله ښځه د لیری انتخابوم، او پر باقي پاته دریو ښځو تاسي پچه واچوی. لقمان د لیری په اټکل هغه یوه انتخاب کړه چی تر نورو په وجود غټه ښکاریدله. او کله چی هغه نجوني دوی ته نیژدې راغلې او دوی یی مخونه ولیدل نو معلومه سوه چی لقمان په ټولو کی بدرنګه انتخاب کړې وه او باقي پاته درې نجوني ښایستې وې. وروڼو یی پروخندل ویل یی لقمانه په خټو ولاړې. او له دغه ځایه څخه د هغه اولاد په خټکو مشهور سو.  البته دا هغه افسانې دي چی یوازي د سات تېري په درد خوری. خو له بده مرغه چی زموږ تحقیقی کتابونو او د څېړونکو جدي لیکنو ته یی هم لاره کړې ده.

له تاریخه بې خبره مورخین:

د تاریخی تحقیقاتو، څیړنو او قضاوتونو لپاره معمولا له کتیبو، نقاشیو او له تمدنونو څخه پاته سویو اثارو څخه ګټه اخیستله کیږی. فرمانونه، قراردادونه او موافقتنامې کتلي کیږی. د هغو کسانو په لیکنو استنادونه کیږی چی د پیښو په زمانه کی او یا زمانې ته په نیژدې وختونو او کلونو کی یی ژوند کړی وي. د هغو کسانو له لیکنو څخه ګټه اخیستله کیږی چی د پیښو عصر ته په نیژدې وختونو کی لیکل سويو آثارو څخه یی په احتیاط ګټه اخیستې او لیکني یی کړي وي او په وروسته کی نو د هغو کسانو له لیکنو څخه ګټه اخیستله کیږی چی د تاریخ د علم شاګردان او پوهان وي او پوهه او هوښیاری یی ثابته وی، د سالم قضاوت څښتنان وي او د خپلو لیکنو لپاره یی پر معتبرو آثارو تکیه کړي وي.

        د مخزن افغانی لیکوال خواجه نعمت الله هروي چی وروسته زیاترو مورخینو د هغه په لیکنو استنادونه کړي دي، د هغو پېښو څخه چی دی یې په باره کی لیکني کوي په قرنونو لیری دی.دده د کتاب هغه برخه چی د پښتنو د منشأ او سرچینې په باب بحث کوی د هغو پیښو په باره کی یوازي پر شفاهي روایتونو ولاړه ده چی دده له عصر څخه قرنونه فاصله لري او په هیڅ توګه اعتبار نه سی ورباندي کېدلای. کومو لیکلو او چاپ سویو آثارو ته چی حوالې ورکوی نو زیاتره یی غلطي وي او داسی ښکاری چی کتابونه یی له سره لوستي نه دي او دا هم ګواکي د نورو له خولو نکل کوي. پخپله لږترلږه د اسلام له تاریخ دونه بیخبره سړی دی چی وایی ملک طالوت پر پنځوسم نسل یعقوب ع او پنځه پنځوسم نسل ابراهیم ع ته رسیږي ۲۹ په داسي حال کی چی د یعقوب ع او ابراهیم ع ترمنځ یوازي اسحق ع راغلی دی. که د خواجه نعمت الله په حساب ملک طالوت پر پنځوسم نسل یعقوب ع ته ورسیږی نو باید چی پر دوه پنځوسم نسل ابراهیم ع ته رسیدلای وای. ددې څخه ښکاري چی زموږ مورخ ملا حتی د قرآنی قصو په باره کی هم سم معلومات نه لری.

           دغه راز کله چی د شیخ بختیار بیان کوی نو وایی چی د هغه پلار اسحق د بغداد په شاوخوا کی د اوش په ښارګوټي کی وزیږیدی، چی هلته مثواني قبیله  (مطلب یی ښایی مشواڼي وي) اوسیدله. د مولف په قول د اسحق د نسب سلسله یادګارعلي،بن نشان علي، بن امام زین العابدین بن امام حسین شهید کربلا ته سیږی. ۳۰ په داسی حال چی د تاریخ په هیڅ کتاب او په هیڅ بله شجره کی امام زین العابدین نه د نشان علي په نوم زوی او نه د یادګار علي په نوم لمسی لري. او دا شجره یوازي نعمت الله ته معلومه ده. خواجه نعمت الله وایی چی بختیار ته خدای ج پنځه زامن ورکړل. د نورو څلورو زامنوپه باره کی یی اکثر منابع خاموش دي خو د مشرزوی عطاءالله ، چی په شیراني قبیله کی په اتو مشهور سو، په کور کی سیدمحمد وزیږیدی. خو یوه پاڼه وروسته د سیدمحمد په شجره کی لیکی چی سیدمحمد بن سید غور بن سید عمر بن سیدقاب … ۳۰ ګواکی دا یی هېر دي چی یوه پاڼه مخکی یی ویلي وه چی سید محمد د بختیار د مشرزوی اتو په کوری کی سترګی نړۍ ته پرانیستلې. په شجره کی یی د اتو او بختیار د نومونو راوړلو ته ضرورت نه دی پیدا کړی او یا یی حافظې مرسته نه ده ورسره کړې.

         لومړی خو د بغداد په شاوخوا کی د اوش په نوم ښار نسته. اوش د قیرغیزیستان دوهم لوی ښار دی چی د عراق څخه د شمال ختیځ لوري ته ډیر لیری پروت دی. ورپسې د اوش په ښار کی د مثواني په نوم قبیلې ، چی باید پښتانه وي، اوسېدل بیخی له احتمال او امکان څخه لیری خبره ده. ورپسې نو د کشنغر؟؟ د غره په شاوخوا کی په شیراني قبیله کی د ابی سعید، چی وروسته بختاور او بیا بختیار سو، د مور اوسیدل او هلته میړه کول او په هغه قبیله کی د شیخ بختیار اوسیدل او پښتون کیدل داسی معلومات دي چی یوازي د خواجه نعمت الله په مغزو کی وه. البته دا به بل بختیار وي. ځکه چی خواجه نعمت الله د افغانانو د شیخانو او پیرانو په سلسله کي تر ټولو لومړی د شیخ قطب الدین بختیار کاکي ‌یادونه کوي، چی یوازي ده پر پښتنو پیرزو کړی او نور په ټولو کتابونو کی سید بلل سوی دی. خواجه نعمت الله وایی چی د هغه پلار احمدبن موسی نومیدی او د بغداد په شاوخوا کی د اوش په ښار کی وزیږیدی. ۳۱ بیا هم اوش د بغداد په شاوخوا کی یو ښارګوټی دی چی یوازي خواجه نعمت الله ته معلوم دی. البته دی موږ ته نه وایی چی شیخ قطب الدین بختیار هم د بختاور په څیر په پښتنو کی تر اوسیدلو وروسته له سید څخه پښتون سو او که له لومړي سره پښتون وو. ۳۲

            نعمت الله په دغه توګه شپږشپیته نارینه او پنځه ښځینه او لیاءالله یادوي چی تقریبا ټول دده د خیال او مغزو محصول دي او په بل کتاب کی یی یانومونه نسته او یا لږترلږه په پښتنو اړه نه لري. نعمت االه هروي، چی د پښتنو د منشأ، تاریخ، قهرمانانو او قومونو په باب زیاتره روایات دده له کتابه راغلي او زموږ خارجی او داخلی محققینو استناد په کړی دی، له بده مرغه، پخپله هم د اسلام او هم د افغانانو له تاریخ څخه بی خبره دی. که یی چیری کومه سمه او پر لار برابره خبره کړې وي نو هغه یی هم له هغو کتابونو څخه نقل کړي دي چی د هند په دربارونو کی تر ده دمخه لیکل سوي دي. او هغه خبري چی یوازی دده په کتاب کی راغلی دي ټولی داسی بې اساسه افسانې دي چی په یو ځل لوستلو او یادولو نه ارزي. د سیند د مشهور او لومړني عرب فاتح محمد بن قاسم په باره کی وایی چی کله هغه د غور شاوخواته ورسیدی نو د افغانانود قبیلې یوه دسته یی ورسره واخیستله او هغوی ته یی راز راز انعامونه ورکړل او تر اتو کالو پوری په مکران کی پاته سو. محمد بن قاسم وروسته سیویستان فتح کړ او د هغه ځای راجه یی وواژه. عمادالدین محمد بن قاسم په ۹۳ هجری کي د حجاج بن یوسف په حکم بیرته دارالخلافه ته ستون سو. ۳۳

        لومړی خو محمد بن قاسم د غور خواته نیژدې سوی نه دی او ټول وخت یی په سیند کی تیر کړی دی. له هغه سره د افغانانو د همکاری یادونه يوازي دده په تاریخ کی لیده کیږی. د بلي خوا د محمد بن قاسم د سپه سالاری او قهرمانیو ټوله موده پنځه کاله وه. هغه اته کاله یوازي په مکران کی پاته کیدلای نه سوای. محمد بن قاسم خپل کاکا او خسر حجاج بن یوسف په اوه لس کلنی کی سپه سالار وټاکی، د سیند پر لور یی حرکت وکړ او په پنځو کالو کی یی داسی ځلانده فتوحات وکړل چی د اسلام په تاریخ کی د لږو سپه سالارانو په برخه سوي دي. دغه راز محمد بن قاسم د حجاج بن یوسف په غوښتنه نه، بلکه د خلیفه سلیمان بن عبدالملک په امر بغداد ته ستون سو او هلته یی د دوه ویشتو کالو په عمر په شکنجو کی وواژه. د هغه کاکا حجاج بن یوسف او د هغه طرفدار خلیفه ولید بن عبدالملک دا وخت دواړه وفات سوي وه.

         په دې حساب موږ ګورو چی د محمد بن قاسم په څیر یوه مشهور او مهم جنرال په باره کی د خواجه نعمت الله معلومات یا غلط او یا له ځانه جوړ کړي نکلونه دي. خواجه نعمت الله هروي د سلطان محمود غزنوي په لښکرو کی د شاملو پښتنو ملکانو په باره کی هم داسی معلومات راکوي چی طبعا په بل هیڅ تاریخ کی نسته او ټول یی له ځانه جوړ کړي دي. خواجه نعمت الله وایی د سلطان محمود په لښکرو کی نهه پښتانه سرداران شامل سول چی نومونه یی د تاریخ په کتابونو کی!! راغلي دي او هغوی ملک خانوي، ملک عامون، ملک داوود، ملک یحیی، ملک احمد، ملک محمود، ملک عارف او ملک غازي وو. دا کسان د سلطان محمود خدمت ته ورغلل، او څرنګه چی د هغوی په تندي کی لویی او نیکمرغي څرګنده وه، نو ده هم خلعتونه، غله، آسونه، نغدي پیسې او جواهرنشان خنجرونه او توري ورکړې او له ځان سره یی د هندوستان او سومنات د فتح کولو لپاره ورسره روان کړل. ۳۴

          خواجه نعمت الله وایی د دې پښتنو نومونه د تاریخ په کتابونو کی راغلی دي خو دا یوازي دده کتاب دی چی دغه نومونه لري او یوازي ده ته معلوم دي. له بده مرغه چی په دې څه باندي دریو سوو کالو کی د خواجه نعمت الله د تاریخ دغو نیمګړتیاوو او له ځانه جوړو کړو کیسو او افسانو ته ډیره لږه توجه سوې ده او په وروسته کی د ډیرو زیاتو مورخینو اکثر معلومات دده پر دغو غلطو اطلاعاتو ولاړ دي. زه یقین لرم چی اروپایی مستشرقین او څیړونکي د خواجه نعمت الله دغو نیمګړتیاوو ته ښه متوجه وه ځکه چی هغوی د خپلو تاریخی څیړنو او تحقیقاتو لپاره علمی میتود او طریقې لري او د خپلو تاریخی څیړنو لپاره که له افسانو څخه کار اخلي نو افسانې او تاریخی حقایق سره بیلوي. هغوی د هري پیښی د څرنګه والي او ماهیت د معلومولو لپاره په کره تاریخی شواهدو او اسنادو پسي ګرځی. مګر اکثرو په دغه برخه کی د خپلو هیوادونو د سیاسی اغراضو او اهدافو لپاره پر حقایقو سترګي پتي کړي او په دغه راز افسانو یی یا استناد کړی او یا یی را نقل کړي دي. پښتنو او غیر پښتنو داخلي محققینو ښایی ځکه لږه توجه ورته کړې وي چی د خپلو لیکنو دپاره یی تر مخزن افغاني بشپړ کتاب نه درلود. وروسته د خواجه نعمت الله له ځانه جوړو کړو کیسو د پښتنو د تاریخ په باره کی نورو کتابونو ته هم لاره وکړه او دې بې اساسو افسانو کرار کرار جدی بڼه غوره کړه.

           تواریخ خورشید جهان:           د مخزن افغاني څخه څه باندي دوه سوه کاله وروسته د نولسمی پېړۍ په پای کی شیرمحمد خان ګنډاپور د تواریخ خورشید جهان په نوم یو کتاب تالیف کړ. ګنډاپور په خپل کتاب کی د مخزن افغاني افسانې تکرار کړې او دې فوکلوري تاریخ ته یی یو څو نوري افسانې له ځانه هم ورزیاتي کړې. ګنډاپور وایی د قیس عبدالرشید پتهان د بهادرۍ ښودلو څخه وروسته شپو ورځو کی یوه ورځ آنحضرت وویل چی زه عرب یم، قرآن په عربی دی او د جنتیانو ژبه عربي ده. په دوږخ کی به عجمي ویل کیږی. دې خبری پر خالد بن ولید باندي ډیره بده اغیزه وکړه ځکه چی هغه فکر وکړ چی له عربي پرته نوري ټولي ژبي عجمي دي. نو دی چي په پښتو ژبه خبری کوي ځای به یی دوږخ وي، بیا نو دا جهاد او جنګونه د څشی دپاره کوي. خالد مرور سو او له غزا او هرڅه څخه یی لاس واخیست. کله چی انحضرت ص له خپلو اصحابو نه د خالد د غیابت په باره کی پوښتنه وکړه نو هغوی ورته وویل چی هغه ستاسی خبري خوابدی کړی دی. آنحضرت ص د خالد بن ولید د کور دروازې ته ورغی او په پښتو یی ورږغ کړه چی« خالده راووزه غیشی او لینده را واخله» خالد ددې خبری اوریدلو ډیر سخت خوشاله کړ او له کوره راووت. ۳۵

        ګنډاپور نه یوازي داچی خالد بن ولید زموږد خیالي پلار قیس عبدالرشید پتهان په څیر بن اسراییل بولي بلکه په مکه معظمه کی داسی پښتون ورڅخه جوړوي چی پخپله ژبه یی ډیره خوا بدیږی، په عربستان کی په پښتو ژبه خبري کوي او تر څو چی پخپله د انحضرت ص له خولې یی پښتو اورېدلې نه وه پخلا نه سو. ګنډاپور لومړنی لیکوال دی چی په موږ د سرورکاینات ص له خولې پښتو اوري. د هغه کتاب له دغه راز حیرانونکو او بې اساسو او خندونکو افسانو څخه ډک دی خو له بده مرغه چی بیا هم د هغه په لیکنو او د قبایلو په ویش او شجرو کی استنادونه ورباندي کیږي.

           سید محمد ګیسو دراز ۱۳۲۱-۱۴۲۲چی د ځوانی له څو کلونو پرته یی نور زیاتره او حتی ټول عمر په دکن کی تیر کړی او ښایی د پښتنو سیمی یی په سترګو لیدلي هم نه وي ۳۶ د پښتنو د ستوري، مشواڼي، وردګو او هني په څیر لویو قبایلو پلار بولي او وایی چی سیدمحمد ګیسودراز د سلیمان غره ته ولاړ او هلته یی د شیراني په قبیله کی هستوګنه غوره کړه.د شیراني، کاکړ او کرلاڼی قبیلو سردارانو هغه ته خپلي لوڼي ورکړې او ده ته له هغو میرمنو څخه خدای څلور زامن ورکړل. دده په حساب پروردګو او مشواڼیو برسیره دده خپله قبیله ګنداپور هم د ګیسو دراز په اولادونو کی راځی، چی باید سیدان وګڼل سي . خو څرنګه چي په پښتنو کی یی ډیر وخت تیر کړی دی او میندي یی پښتنی قبیلو ته منسوبی دي اوس یی خلګ پښتانه بولي. ۳۷

            کله چی ګنډاپور د داغستان له لزګیو سره ، چی په جهانکشای نادري کی لګزي لیکل سوي دي، مخامخ کیږی او د هغوی سره د نادرافشار د لښکرو د جنګونو په باب ږغیږی نو لګزي الکوزي بولي. او وایی چی د هغوی مشر سرخای خان الکوزي ته د عثماني ترکانو پاچا د هغه د جنګی خدماتو په بدل کی داغستان ورکړ او حتی کله چی عثماني امپراطور د نادر افشار سره د سولي هغه موافقتنامه لاسلیک کړه چی د عثمانی امپراطوری په تاوان وه نو سرخای خان الکوزي هغه موافقتنامه ونه منله اوبیا یی هم له نادر افشار سره خپلو جنګونو ته دوام ورکړ. ۳۸

           له ګنډاپور څخه دا پوښتنه هیچا نه ده کړې چی الکوزي چیری، په داغستان کی قدرت چیری او له نادر افشار سره مقاومت چیری. البته دا دومره بې ځایه خبره ده چی یوازی یی د ګنداپور له بې خبری څخه سرچینه اخیستې ده او چندانی د نوري تبصرې ارزښت نه لري.

          کوم اطلاعات چی ګنداپور له نورو کتابونو څخه ترلاسه کړي او په خپل کتاب کی یی راوړي هغه یو څه اساس لري خو هغه چی ده پخپله اضافه کړي دي هغه یی تقریبا ټول د مخزن افغاني په څېربی اساسه نکلونه دي او یوازي د فوکلوري کیسو حیثیت لری، چی له بده مرغه د واقعي تاریخی پیښو په سترګه ورته کتل سوي دي او ګټه ورڅخه اخیستل سوې ده.

         حیات افغاني:           ددې کتاب مولف محمد حیات خان که څه هم چی تر ډیره ځایه پوري له احتیاط څخه کار اخلي او د مخزن افغاني افسانې ردوي، خو بیا ګورو چی بیرته په یوه بل شکل هغو افسانو او فوکلوري کیسو ته مراجعه کوي چي په لومړي سر کی یی ده پخپله د ردولو لپاره یو عالم دلایل تراشلي دي. محمدحیات خان د پښتنو د لوی فوکلوري نیکه قیس عبدالرشید پتهان په باره کی د مخزن افغاني بیان ردوي خو وروسته وایی چی تر ټولو د باور خبره دا ده چی قیس د خالدبن ولید، چی یهود نه ووبلکه د قریشو د عبدالشمس په قبیله پوري یی اړه درلوده، لور سارا سره واده وکړ او له هغې څخه یی درې زامن سړبن، غرغښت او بیټ پیدا سول، چی د هغو ټولو قبالیو نیکونه دي چی ریښتوني افغانان بلل کیږی. ټول پردې توافق سره لري چی د قیس اولادونه لومړی په غور کي اوسېدل او بیا له هغه ځایه څخه د سلیمان غرونو ته وکوچیدل. او کله چی په کال ۷۰۵ کی عمادالدین محمد بن قاسم پر سیند باندي یرغل وکړ نو ددغه قوم ځینی کسان ورسره ملګري سول. او په نهمه پیړی کی چی د افغانستان لویدیځ د سامانیانو په لاس کی وو موږ ګورو چی ددغه هیواد د شمال ختیځ غرونه د افغانانو په لاس کی دي. ۳۹

       موږ ګورو چی محمدحیات خان د مخزن افغانی ادعاوي افسانې بولي خو پخپله بیرته هغه د قیس کیسه، چی پرته له فوکلوري روایاتو بل هیڅ اساس نه ورته لري، تکراروي. لومړی خو د قیس او د هغه د اولادونو نومونه، چی د محمدحیات خان تر زمانې پوری زیات و کم دوولس سوه کاله ورباندي اوښتي دي او په منځ کی هیڅ ډول لیکلی سند نسته، بیخی په یادولو نه ارزي. بیا نو که چیری قیس د اوومي میلادی پیړی په څلورمه لسیزه کی د خالد بن ولید له لور سره په ریشتیا هم واده کړی وي او له هغې څخه یی درې زامن پیدا سوي وي نو څرنګه د اتمي میلادي پیړی تر لومړیو کلونو پوري، چی اویا کاله کیږی، دونه زیاتیږي چی د غور په غرونو کی تنګیږي او د سلیمان د غرونو لمنو ته مهاجرت کوي او لادونه جنګي میړونه لري چی د محمد بن قاسم غوندي یوه لوی سپه سالار له لښکرو سره مرستې کوي او سمدستي په نهمه میلادي پیړی کی یعنی د قیس له واده څخه زیات و کم دوه سوه کاله وروسته یی نفوس دونه زیاتیږی چی د افغانستان شمال ختیځی سیمی اشغالوي.

            زه وایم که محمدحیات خان د یوه معقول تاریخ لیکونکي په حیث ویلي وای چی قیس د خپلو په زرګونو پښتنو سره یو ځای مسلمان سو او څه باندي اویاکاله وروسته ددې قوم میړونو د محمد بن قاسم سره مرستي وکړې نو دا به یو څه بهتره وای. خو دلته موږ بیرته له یوې لویی ستونزي سره مخامخ کیږو او هغه دا چی موږ به غلجی او دراني قبایل چاته منسوبولای. ځکه چی د محمدحیات خان قبایل هم په پای کی بیرته هغو خیالي پلرونو ته منسوبیږی چی نورو افسانه لیکونکو ورته تراشلي دي.

         محمدحیات خان په یو عالم دلایلو د طالوت او ارمیا او برخیا افسانې ردوي خو پخپله بیرته په افسانو کی ګیریږی او د قبایلو د سرچینو په باره کی هغه زړې کیسی تکراروي. د مثال په توګه د ابدالیانو په باره کی وایی چی زیرک خپل مشر زوی بارک د قبیلې د مشر او خپل جانشین په حیث ټاکلی وو. مګر کله چی زیرک څه باندي سل کلن او زوړ سو او د یوه ځایه بل ځای ته د نقلیدلو په وخت کی له تګ او ولاړیدلو څخه ولویدی او د لاري پرسر پروت وو نو بارک زوی یی پر اس سپور له ده څخه تیر سو او په خپل پلار یی ملنډی ووهلې او ورته وې ویل چی ته لا ولي ژوندی یی ته باید اوس مړ وای. دغه راز دوهم زوی هم ورڅخه تیر سو. نه یی پرخپل پلار زړه وسو او نه یی مرسته ورسره وکړه. دریم زوی موسی ورباندي راغی او خپل پلار ته یی وویل چی د هغه ترشا سپور سي خو کله چي یی پلار ورته وویل چی زه زوړ یم او پر آس نه سم سپریدلای او مرستي ته ضرورت لرم نو موسی هم خپل پلار ته ښکنځل وکړل او حتی په لغته یی وواهه. تر ټولو وروسته دده کشر زوی پوپل را ورسیدی. هغه په ډیر احترام خپل پلار پر آس سپور کړ او د اوسیدلو نوي ځای ته یی ورسره بوت. ځکه نو زیرک خپل وروڼه او خپلوان را وغوښتل. دا کیسه یی ورته وکړه او د مشرتوب بګړی یی د پوپل پر سر کړه. زیرک له دې پېښي څخه وروسته د ۱۲۰ کالو په عمر وفات سو. ۴۰

        د محمدحیات خان په نزد دا کیسه ریشتیا پېښه سوې ده او حتی وایی چی دا کیسه د پښتنو له ماهیت او مزاج سره سر خوري. دا خبره به څوک ومني چی درې پښتانه زامن دی خپل بوډا او کمزوری پلار د لاري پر سر پریږدي، له هغه څخه دی تیر سي، ملنډی دي په ووهي او حتی لغته دي ورکړي. په زړه پوري خبره دا ده چی زیرک په دې وخت کی لا زوی ته د بګړی د تړلو او مشرتابه د سپارلو واک هم لري.

          محمد حیات خان د تاریخی پیښو په لیکلو کی یا له ډیری بیخبری څخه کار اخیستی او یا داسي ښکاری چی له تاریخی پیښو سره لکه څرنګه چی یوه مورخ ته ښایی هغسی خبر نه دی. د مثال په توګه دی ښایی یوازینی مورخ وي چی وایی هلاکوخان د مغولو د کورنی لومړنی شخص وو چی د اسلام په سپیڅلي دین مشرف سو ۴۱ په داسی حال کی چی هلاکوخان ترمرګه مسلمان نه سو او د اسلام له دین سره یی خپله دښمني وساتله. محمد حیات خان بل ځای د مغولو د تاریخ په اړه لیکی چی په هرات کی د شاه رخ میرزا د وفات نه وروسته د هغه زوی میرزا بایقرا او ورپسې شاه حسین بایقرا حکمران سو. په کندهار کی امیر ذوالنون حاکم وو او په کابل او غزني کی لومړی میرزا عمر شیخ او ورپسې میرزا الغ بیګ قدرت په لاس کی درلود. ۴۲ لومړی خو په هرات کی د مغولو له کورنۍ څخه دوه بایقرا نومي باچاهان قدرت ته نه دي رسېدلي او سلطان حسین بایقرا ۱۴۶۵-۱۵۰۵د شاه رخ میرزا ۱۳۹۷-۱۴۴۷زوی نه بلکه د تیمور د کورنۍ یو بل شهزاده وو چی د شاه رخ میرزا سره یی لیری کورنۍ اړیکی درلودې. سلطان حسین بایقرا له شاهرخ میرزا څخه اته لس کاله وروسته قدرت ته ورسیدی او د شاهرخ میرزا په څیر یی د علم او ادب سره مینه درلوده. دغه راز په کابل کی د عمرشیخ میرزا او میرزا الغ بیګ قدرت ته رسیدل د شاهرخ له وفات سره څه باندي نیمه پیړی فاصله لري.خو د محمد حیات خان له لیکني څخه په څرګنده ښکاری چی هغه دغه ټولي تاریخی بېښی پرله پسې ګڼي.

            محمدحیات خان د کندهار د تاریخ په باره کی یو ځای لیکی چی د میرویس له وفات نه وروسته دهغه ورور عبدالعزیز قدرت ته ورسیدی او شپږ کاله یی کندهار په لاس کی وو. وروسته د میرویس زوی شاه محمود پاچا سو او د ایران د دربار له کمزوری څخه یی ګټه واخیستله او د هغه هیواد پایتخت اصفهان یی ونیوی. په ده پسې د میرویس ورور اشرف پاچا سو. نادر شاه د ایران د صفوي شاه حسین د جنرال په حیث غلجیان له ایرانه وایستل خو کندهار بیاهم د هغوی په لاس کی پاته سو. ۴۳ لومړی خو عبدالعزیز څه کم یو کال د کندهار حکمران وو. او د هغه د قدرت د شپږ کلني دورې یادونه یوازي محمدحیات خان کړې ده. شاه اشرف د میرویس ورور نه بلکه وراره او د عبدالعزیز زوی وو. او نادرشاه هم د صفوي شاه حسین جنرال نه وو ځکه چی هغه ډیر مخکی وژل سوی وو او نادرافشار د شاه حسین د زوی شاه طهماسپ جنرال وو، چی بالاخره یی طهماسپ لیري کړ او قدرت یی پخپله ونیوی.

        داسی ښکاری چی محمدحیات خان د سیمی له تاریخ او تاریخی پیښو سره ډیر بلد نه دی ځکه چی د سلطان محمود غزنوي په زمانه کی، چی د یوولسمي میلادي پېړی لومړی لسیزي دي د توپونو او توپکو یادونه کوی او وایی چی د سلطان سره بخت یاري وکړه چی د هندوانو د پاچا پیل د توپونو او توپکو او غشیو ګوزارونووارخطا کړ او وتښتیدی. ۴۴ په داسی حال کی چی د توپونو له ډیر لومړني او ابتدایی شکل څخه د لومړي ځل لپاره د مصر مملوک سلطانانو د مغول هلاکو د لښکرو په مقابل کی په کال ۱۲۶۰ کی( یعنی زیات و کم دوه نیمی پیړی وروسته) د عین جالوت په جګړه کی کار واخیست. او هلاکو په خپل پوځی ژوند کی د لومړي ځل لپاره دداسي سختي ماتي سره مخامخ سو چی بیایی د مصر د خاوري د لاندي کولو او یا د مصر د مملوک سلطانانو د ایلولو تکل ونه کړ.

             محمد حیات خان دغه راز غلطی خورا زیاتي لري او سړی په دې یقینی کوي چی هغه په دغو لږو او زیاترو بی اساسو معلوماتو او اطلاعاتو ددغه راز یوه مهم تاریخ د لیکلو صلاحیت نه درلود. خو له بده مرغه چی د هغه کتاب ته هم د یوه کلاسیک اثر په سترګه کتل کیږی او عوام او د تاریخ هغه شاګردان غولوی چی د خپل هیواد ، قوم او سیمی له تاریخ سره ښه بلد نه دي. سره له هغه باید دا خبره زیاته کړو چی فوکلوري شجرې او روایتونه بیا هم د تاریخی پلټنو لپاره خپل اهمیت لري او د ځینو تاریخی پېښو څرک ورڅخه لګېدلای سي. مګر کله چی موږ وینو چی تاریخ لیکونکي پخپله په هغو تاریخی اطلاعاتو کی چی ددوی د څیړني له موضوعاتو سره مستقیم اړیکی لري، څرګندي غلطی کوی نو بیا د تاریخ شاګردان مجبور دي چی د هغوی د تحقیقاتو نتیجو ته د سوالیو نښي کښیږدي.

 مأخذونه

 ۱— مخزن افغاني و تاریخ خان جهاني(اُردو) ۸۱-۸۶ مخونه

 ۲— هغه کتاب ۸۷-۹۱ مخ

 ۳– تاریخ ګزیده ۴۶ مخ

 ۴—تاریخ طبری ۴۱۴ مخ

 ۵— تاریخ کامل ۲۷۲ مخ

 ۶—— هغه کتاب ۳۰۴ مخ

 ۷—- تاریخ طبری ۳۹۰ مخ

 ۸—- مخزن افغانی ۲۳ مخ

 ۹— مخزن افغانی ۲۵ مخ

 ۱۰— په تورات کی د پاچاهانو د کتاب په څلورم فصل کی راغلي دي چی سلیمان علیه السلام پر ټولو اسراییلو باندي پاچهي وکړه. او دا هغه کسان دي چی دهغه په اداره کی شامل وه. د سادوک زوی آذریاس د مذهبی مراسمو مشر. د سیسا زامن ایلی هوریف او آهیا د پاچا د سکرټرانو په حیث. د جوزافات زوی آهیلود د اسنادو د ثبتونکي په حیث. د جویادا زوی بانایاس د پوځ مشر. او سادوک او ابی یاتار د مذهبی مراسمو مسولین. د ناتان زوی ازریاس د دربار د چارو مسول. د مذهبی مشر ناتان زوی زبود د پاچا سلاکار.د حرم د چارو مسول آهی سار او د آبدا زوی ادوني رام د تشریفاتو مسول. دغه راز د همدغه فصل په اووم لمبر ایت کی د دوولسو والیانونومونه راغلي دي چی په هغو کی له ارمیا څخه نیولې تر برخیا، آصف او افغانا پوری د هیڅ یوه نوم نسته.

 ۱۱— د تاریخ مرصع تعلیقات ۷۳۸ مخ

 ۱۲— مخزن افغاني ۹۰-۹۱ مخونه

 ۱۳— هغه کتاب ۱۱۷-۱۱۸ مخونه

 ۱۴— هغه کتاب ۹۱ مخ

 ۱۵— هغه کتاب ۱۱۷ مخ

 ۱۶— هغه کتاب ۱۱۸ مخ

 ۱۷— په عربی ژبه کی پر دغه وزن یوازي د بطان لغت سته چی مطلب یی کمربند دی او هغه له کښتۍ سره هیڅ اړه نه لري. په دې برخه کی د هینري جورج راورټی تبصره ډیره په زړه پوری ده چی د پښتو ګرامر دپاره د مقدمې په نهم مخ کی یی راوړې ده او وایی چی د پطان څخه مطلب په عربي ژبه کی ښایی د کښتۍ لاندنی لرګی Keel نه بلکه Keelson وي چی مطلب یی د هغو لرګیو او یا فلزي ټوټو مجموعه ده چی د کښتۍ ټوله لاندنی برخه سره تړي او ټینګوي. البته راورټی هم نه وایی چی دا یی په کوم قاموس کی لیدلي دي چی پطان ته د کښتۍ د لاندنی برخي د فلزي ټوټو او یا لرګیو مجموعه وایی.

 ۱۸— هغه کتاب ۱۱۹ مخ

  ۱۹— مرحوم بینوا د افغانستان نومیالي په نوم کتاب په ۳۹۲ مخ کی لیکی چی په دې حساب نو د ده( بیټ نیکه جهاني) د ژوند وخت موږ له درې سوه څخه تر څلور سوه هجري پوری تخمین کولای سو. سلیمان ماکو په خپله تذکرت الاولیا کی د بیټ نیکه له خولې یو شعر هم رانقل کړی دی چی د پښتو ادب په تاریخ کی خورا مهم ګڼل سوی دی. دغه راز مرحوم عبدالحی حبیبی په خپل کتاب پښتانه شعرا لومړي ټوک په لومړي مخ کی لیکی چی د بیټ نیکه پوره حالات هم تراوسه نه دي معلوم سوي. او تاریخ په کلکه دا نه سی ویلای چی بیټ نیکه په کومو کلونوکی ژوندی وو. البته ځینی تاریخ لیکونکي وایی چی دا ملی شاعر د غوري پاچاهانو په زمانه کی تیر سوی دی او ددې ډول تاریخی معلوماتو څخه موږ دا اټکل کولای سو چی بیټ نیکه د ۳۰۰ – ۴۰۰ هجري په منځنیو وختونو کی ژوند کړی دی.

 ۲۰ — مخزن افغاني ۴۴۰ـ۴۴۱ مخونه

 ۲۱– راورټی دپښتو ګرامر د مقدمې په لسم مخ کی د تذکرت الملوک په حواله د قیس په زامنو کی د بیټ پر ځای تبرین لیکی او ده ته منسوب قبایل چی دده په اولاد کی شمیرل کیږی تبرینان بولي. دهمدغه کتاب په حواله، د هغه سړي نوم مست علی غوري لیکی چی فوکلوری تاریخ وایی د بیټ نیکه له لور سره یی تر واده کولو مخکی غیر مشروع اړیکی درلودل.

 ۲۲– تاریخ مختصر افغانستان ۱۵۴-۱۵۵ مخونه

 ۲۳— پښتانه د تاریخ په رڼا کی ۱۰۷۶ مخ

 ۲۴– پټه خزانه ۳۰ مخ

 ۲۵– تاریخ مختصر افغانستان ۱۵۴ مخ

 ۲۶– تاریخ مختصر افغانستان ۱۵۵ مخ مرحوم حبیب صاحب لیکی چی قاضی منهاج سراج( د طبقات ناصری مولف جهانی) وروسته ددی خاندان د یوه بل امیر بنجی بن نهاران شنسبي نوم اخلي چی د غور د لویو پاچاهانو څخه وو او وایی چی هغه د یوه بل غور امیر شیش بن بهرام سره د هارون الرشید دربارته ورغلل او هغه امیر بنجی د غور امیر او امیر شیش د غور د لښکر د پهلوان په حیث و پیژاند. ( د ۱۷۰هجري ۷۸۶ میلادی شاوخوا)۰۰۰ د ۲۵۳ هجري په شاوخوا کی یعقوب صفاري د نیمروز، بست، داور تر تګین آباد او رخج پوری لاندي کړل. په دغه وخت کی امیر سوري د غور د غرونو امیر وو او تر دغه وخته پوري د غور نیمایی خلک مسلمانان سوي نه وه. په زړه بوری خبره دا ده چی فکلوری تاریخ موږ ته وایی چی اسلام په افغانستان کی تر تولو دمخه د غور څخه پیل سو او قیس او د هغه ورسره هیات د هجرت په نهم کال مسلمانان سول او د اسلام د ترویج په لاره کی یی توري ووهلې او په ټولو جنګونو کی بریالي سول. د هغه په اولاد کی د شنسب بن خرنک، امیر پولاد، امیر کروړ او بنجي بن نهاران په څیر توریالي پاچاهان او جنرالان پیدا سول. په دوهمه هجري پېړۍ کی یی د سیند په فتوحاتو کی د محمد بن قاسم په څیریوه لوی فاتح ملاتړ کاوه. خو د قیس له مسلمان کیدلو څخه دوه نیمی پیړۍ وروسته یی ایله دغور نیمایی برخه د اسلام په دین مشرف کړي وه.

 ۲۷– مخزن افغاني ۲۶۷- ۲۶۸ مخونه

 ۲۸– پښتني قبیلې ۲۱۲ مخ

 ۲۹– حیات افغاني انګلیسی ۱۷۹ مخ

 ۳۰– هغه کتاب ۲۰۵ مخ

 ۳۱ — مخزن افغاني ۴۱۵ مخ

 ۳۲– هغه کتاب ۴۶۹-۴۷۰ مخونه

 ۳۳– هغه کتاب ۱۲۱ مخ

 ۳۴– هغه کتاب هغه مخ

 ۳۵ — تواریخ خورشید جهان فارسي ۶۰ مخ

 ۳۶– ایین اکبري انګلیسی دریم ټوک ۴۱۴ مخ

 ۳۷– تواریخ خورشید جهان فارسی ۲۷۶ مخ

 ۳۸– هغه کتاب ۱۳۸ مخ

 ۳۹– حیات افغاني انګلیسی ۵۵ مخ

 ۴۰– هغه کتاب ۵۷-۵۸ مخونه

 ۴۱– هغه کتاب ۱۰۶ مخ

 ۴۲ هغه کتاب ۱۰۷ مخ

 ۴۳ هغه کتاب ۳۰-۳۱ مخونه

 ۴۴ حیات افغاني پښتو لومړی ټوک ۹۱ مخ

پای