کور / شعر / بې پښتو به شم که بل رنګ کې بدل شم

بې پښتو به شم که بل رنګ کې بدل شم

کله ساز، کلــــــــــــــــه سرود، کله غزل شم
کلـــــــه هم چې زه د ښکلو ښکلو خپل شم

هر سړی چې ورته ګـــــــوري نو خمار شي
خود به غواړم چې د سترګو یې کجل شم

تشنګي اوس په جــــــــــــــامونو نه ماتېږي
تنده ماته شي په شونډو چې زه ښکل شم

هسې ډېر ګڼمـــــــــــــــــه ځان لکه شتمن زه
خو چې و وینم ښایست د زړونو غــــل شم

که مزل یې د منصـــــــــــــــور منزل ته رسي
زه به هم د لېــــــــــــــــونتوب د لاري مل شم

په شــــــــــــډل صورت بس خوښ یمه آرینه
بې پښتو به شم که بل رنګ کې بدل شم