کور / تازه خبرونه / کندهار:ناپیژاندو وسلوالو دپوهنی دریاست یو کارکونکی وواژه

کندهار:ناپیژاندو وسلوالو دپوهنی دریاست یو کارکونکی وواژه

کندهار:ناپیژاندو وسلوالو دپوهنی دریاست یو کارکونکی وواژه
دکندهار ولایت دپوهنی سرپرست ریس نجیب الله احمدی وایی چی  نن پنجشنبه شاوخوا اووه بجی ددوی یوه کارکونکی عبدالله دناپیزاندو وسلوال تربرید لاندی راغلی او ووژل سو.

داحمدی په وینا چی پیښه دکندهار ښارد ۱۲ امنیتی حوزه  په سیمه کی هغه مهال رامنځته سوه چی وژل سوی عبدالله له کور نه دخپلی دندی په لور روان وه.

دښاغلی احمد په خبره وژل سوی کس دپوهنی دریاست دسواد زده کړی په مدیریت کی دیوکال راپدیخوا یې دمرستیال په توګه دنده لرل .
په دې اړه تر اوسه وسله والو ډلو څه نه دي ويلي .