کور / تازه خبرونه / د سينه بغل ناروغي هرکال ٣٠٠٠٠ افغان ماشومان وژني

د سينه بغل ناروغي هرکال ٣٠٠٠٠ افغان ماشومان وژني

په افغانستان کې دسينه بغل دناروغۍ له امله هرکال نږدې ديرش زره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي .
دعامي روغتيا وزارت دغه ناروغي خطرناکه بولي او له ټولو کورنيوڅخه غواړي چې ددغه ناروغۍ څخه دخپلو ماشومانو دساتلو لاره هغوي ته واکسين وکړي .
دعامې روغتيا وزارت وايي که څه هم دغه ناروغي خطرناکه ده خو دواکسين تطبيق،دنظافت پاملرنه سم تشخيص او په مناسب وخت کې درملنه ددغه ناروغۍ دمخنيوي لامل ګرځي .
ديادونې وړده هرکال په نړۍ کې يواعشاريه پنځه ميلونه ماشومان دسينه بغال ناروغۍ له امله مړه کيږي .