کور / تازه خبرونه / دريو کورنيو شرکتونو د سرپل د تيلو د ايستلو غوښتنه کړې

دريو کورنيو شرکتونو د سرپل د تيلو د ايستلو غوښتنه کړې

دريو کورنيوشرکتونو دسرپل ولايت دانګوټ دنفتي څاګانو دراويستلو غوښتنه کړې .
دغه دريو شرکتونو خپل وړانديزونه دکانونو وزارت ته سپارلي او دغه وزارت به تريوې بلې اونۍ پورې ګټونکى شرکت اعلان کړي .
دکانونو وزارت وايي دتيلو ددغوڅاګانو په راويستلوسره به دولت هرکال نږدې دوه ميلونه ډالر له دغوڅاګانوڅخه عوايد ولري .
نوموړى وزارت زياتوي دسرپل ولايت په انګوټ سيمه دغه څلوردتيلوڅآګانې نږدې دوه اوياکيلومتره ساحه يې نيولي ده او دهغو دتيلو ذخيره نږدې شپږ ميلونه بيلره اټکل شوې ده .
دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت له يادوڅاګانوڅخه هره ورځ داته سوه بيلرو دتيلو ويستلو خبر ورکوي.