کور / سپورټي / کرکيټ: افغان زلميانو د پښتونخوا له لوبډلو دوې لوبې وګټلې

کرکيټ: افغان زلميانو د پښتونخوا له لوبډلو دوې لوبې وګټلې

د افغان کرکټ ۱۹ کلنو څخه کمر عمره کرکټ لوبډلې دوه ۴۰ اوریزه لوبې د خیبر پښتونخوا لوبډلې څخه وګټلې.
د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې په پښتونخوا کې د خپلې سیالې لوبډلې څخه دوه ۴۰ اوریزه کرکټ لوبې وګټلې، افغان لوبډلې د پښتونخوا لوبډلې ته پرون ورځ په لومړۍ لوبه کې په ۴ منډو او په دویمه لوبه کې نن په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

لومړۍ لوبه:
پرون ورځ افغان لوبډلې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه، د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو افغان لوبډلې خپلې مخالفې لوبډلې ته ۲۲۴ منډې وټاکه.
د پښتونخوا لوبډلې په توپوهنه پېل وکړ او د افغان لوبډلې سره یې اوږ په اوږ ډغره ووهله خو د ۲۱۹ منډو په جوړیدلو یې ټول لوبغاړي وسوځیدل او د لوبې اتلولي د افغانستان په ګټه تمامه شوه.
د پرون ورځې په توپ وهنه کې هشمت شهیدي ۵۱ منډې، نجیب ځدران ۵۰ او یونس خان ۳۸ منډې وکړي.

دویمه لوبه:
د نن ورځ په لوبه کې افغان لوبډلې پچه وګټله خو د توپوهنې بلنه د پښتونخوا لوبډلې ته ورکړه، د پښنونخوا لوبډله په ۲۷ اور کې ټوله وسوځیدله او افغان لوبډلې ته يې ۱۰۳ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د دوو لوبغاړو په سوځیدلو په ۲۰ اور پوره کړ او ننۍ لوبه یې په ۸ ویکټو د پښتونخوا د لوبډلې څخه وګټله.
نن د توپوهنې په ډګر کې امان الله وځلید، ۷۸ منډې یې وکړي او تر پایه پورې ونوسځید.
د توپ وهنې په ډګر کې افتاب عالم درې ویکټې، یمین او رشید خان دوه دوه ویکټې واخستې.
افغان لوبډله نن ایبټ اباد ته رسیدونکې ده او سبا ته به په ایبټ اباد کې دخپلې سیالې لوبډلې سره لوبه کوي.
همدارنګه سبا نه بل سبا د همدې ښار لوبډلې سره دویمه لوبه ترسره کوي او په ۱۵ نېټه به خپل هیواد ته راستنیږي.
اوس مهال په دې سفر کې اتلس ۱۹ کلن افغان لوبغاړي شتون لري، افغان کرکټ بورډ د دې سفر لپاره دوه لوبډلې د ۵۰۰ لوبغاړو څخه غوره کړي خو په ۲۶ لوبغاړو کې د ځینو لوبغاړو د هډوکې لابراتواري معیانانو د هغوی عمرونه زیات وښودل.
دغه معیانات د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې په فرانسوي روغتون ترسره کړي دي، که کوم لوبغاړی نیوکه لري نو افغان کرکټ بورډ حاضر دی چې د اصلي نتائجو یوه کاپي ورته وسپاري.