کور / تازه خبرونه / د اسماعيل خان د درغليو ږغ په آزادۍ راډيو کي خپور سو

د اسماعيل خان د درغليو ږغ په آزادۍ راډيو کي خپور سو

د آزادۍ راډيو هغه ږغ خپور کړ چي په کابل کي د انتخاباتو د کمېسون د يوه کارکوونکي او د اوبو او برېښنا د سرپرست وزير اسماعيل خان ترمنځ د پارلماني انتخاباتو د نتايجو په باب خبري پکښي سوي دي.
د آزادۍ راډيو وايي دغه تليفوني مکالمه چي تقريباً ٤٠ دقيقې ده، ځيني برخي يې دوى ته په لاس ورغلي دي. له راډيو څخه په خپرو سويو خبرو کي اسماعيل خان په هرات کي د يوه کانديد په هکله ږغېږي او د انتخاباتو له مامور څخه غوښتنه کوي چي هغه افغان ملتى دئ، بايد ولسي جرګې ته د کاميابۍ مخ يې ونيول سي.
اسماعيل خان په ولسي جرګه کي د هرات د اوسني وکيل احمدبهزاد نوم هم اخلي چي بايد له ليست څخه و ايستل سي، خو د انتخاباتو د کمېسون کارکوونکى ورته وايي چي هغه خو د ولسمشر کرزي په ليست کي دئ، همدا راز د غلام قادر اکبر نوم اخلي چي هغه لېونى دئ مخ يې ونيسه.
د انتخاباتو د کمېسون وياند پرون د دې مکالمي په هکله ويلي وو چي دوى يې په هکله څېړني پيل کړي دي، چي آيا دا ږغ د اسماعېل خان دئ که نه؟
خو د غلام قادر په نوم له هرات ولايت څخه کانديد آزادۍ راډيو ته ويلي چي د اسماعيل خان ږغ ټوله نړۍ پېژني او له دې څخه انکار نسي کېداى چي دا د هغه ږغ نه دئ. نوموړي وويل چي اسماعيل خان په هرات کي له خپلي ايډيالوژۍ څخه مخالف کسان په تېره بيا پښتانه کانديدان هيڅکله په ولسي جرګه کي نسي زغملاى.
د اسماعيل خان او د انتخاباتو د مامور عبدالرشيد راشد ترمنځ له خبرو څخه داسي ښکاري ولسمشر کرزي هم د انتخاباتو کمېسون ته د ځينو کسانو ليست ورکړئ، چي بايد ولسي جرګې ته لاره پيدا نکړي.
سره له دې چي په پارلماني انتخاباتو کي د اسماعيل خان د لاس وهني له رسوايۍ دوې ورځي تيرېږي، خو په دې هکله نه د افغانستان حکومت او نه هم خپله اسماعيل خان تر اوسه څه ويلي دي.
څېړونکي وايي د دې پېښي په باب د دولت چوپتيا او له مطبوعاتو سره د اسماعيل خان د خبرو انکار دا په زبات رسوي، چي دا خبري اسماعيل خان کړي دي.