کور / تازه خبرونه / دوه بهرني پوځیان ووژل سول

دوه بهرني پوځیان ووژل سول

ناټو خبر ورکوی چی طالبانو نن د هېواد په ختیځ کی یو خارجی عسکر وویشت او ځای پر ځای یې وواژه خو د پیښی ځای او د مقتول هویت یې په ډاګه نه کړ ، لاکن د تجربو پر اساس ښایی امریکایی وی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، طالبانو درې ورځی مخکی په هلمند ولایت کی یو امریکایی مرین پوځی وژلی و چی اعلان یې نن وسو . خو دغه خبر هم د پیښی دقیق ځای و نه وایه ، مګر اسوشیټید پریس لږ شېبه مخکی لیکی چی په تیرو څلورو ورځو کی د هلمند په سنګین ولسوالي کی نهه امریکایی مرین پوځیان وژل سوي دي او زیاتوی چی د ولسوالیو په سطح سنګین په ټول افغانستان کی یوازینۍ ولسوالي ده چی د زیاتو خارجی پوځیانو ککرۍ یې خوړلي دي .
په دغو دوو تازه پیښو سره د نوامبر په روانو ۱۲ ورځو کی د خاجی عسکرو تلفات ۲۳ ته ورسېدل چی ۲۰ یې امریکایان دي .