کور / تازه خبرونه / د ننګرهار د هوايي ډګر جګړه ودرېده

د ننګرهار د هوايي ډګر جګړه ودرېده

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي د طالبانو حمله د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو هڅو ځپلې ده، چي له امله يې اته تنه حمله کوونکي ټول وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي څو شېبې دمخه په جلال آباد ښار کي خبريالانو ته وويل چي حمله کوونکي وژل سوي دي او جګړه درېدلې ده، خو نوموړي په دې جګړه کي افغان او ايتلافي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلي په هکله څه نه دي ويلي.
د والي وياند وويل حمله نن سهار پنځه بجې د هوايي ډګر په شمالي څنډو کي د څو بريدکوونکو له خوا د بهرنيو ځواکونو پر يوه مرکز پيل سوې وه.
عبدالزي وويل چي د تورخم او جلال آباد لاره چي نن سهار د همدې حملې له امله تړل سوې وه، اوس بيرته پرانيستل سوې ده او وضعيت آرام دئ.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چي په دې حمله کي ١٤ طالب جنګياليو برخه اخيستې وه، چي ګڼ شمېر ايتلافي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو د ننګرهار چارواکي د حمله کوونکو په باب د طالب وياند وړاندي سوى شمېر ردوي.