کور / خبرتیا او پيغامونه / ليکوال او شاعر افضل شوق له نړۍ لاړ

ليکوال او شاعر افضل شوق له نړۍ لاړ

په ډېره خواشينۍ خبر شوو چې د پښتو يو دروند شاعر، ليکوال او ژورناليست افضل شوق نن (۱۳ نومبر ۲۰۱۰) په اسلام اباد کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه.



 ارواښاد له بلوچستان پوهنتون څخه په ټولنپوهنه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ، په ۱۹۹۸ کې د مصر له کايرو ډموګراپيک سنټر څخه د نفوس شمېرنې په برخه کې دوهمه ماسټري ترلاسه کړه. له ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۸۶ پورې په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د ټولنپوهنې د استاد په توګه دنده درسره کړه، تر هغه وروسته يې د نفوسو د پرمختيا په ادارو کې دنده ترسره کړه.



 نوموړي همدارنګه د کوټې له راډيو سره کار وکړ، د دې تر څنګ يې د پاکستان په مختلفو ټلوېزونونو کې د وياند، سکريپټ ليکونکي په توګه دنده وکړه. نوموړى د ګڼو کتابونو تر څنګ پر بېلا بېلو ټولنيزو مسايلو ليکنې وکړې، ارواښاد شوق په پښتو ادب کې د يونليک د ليکوال په توګه ډېر زيات مشهور دى. اوه ګامه مزل، مزل پر واورو باندې، او د لمر د کلي په لور يونليکونو يې ډېر زيات مينوال وموندل، د دې تر څنګ د نوموړى دوې شعري ټولګې په لټون ستا د څيرې او شلېدلى اميل هم چاپ شوي دي.



د پروني مخونه په نوم يې يو ناول هم چاپ شوى. ليکوالې او شاعرې حسينه ګل د نوموړي د ادبي کارونو او ژوند په اړه د افضل… افضل شوق په نوم يو اثر ليکلى. افضل شوق د پښتو تر څنګ په نورو ژبو هم ليکل کول، نوموړي د خپل خاص انداز په زور د بهرنيو ليکوالو پام ور اړولى و. د نوموړي اثار انګليسي او چينايي ته هم ژباړل شوي دي، د شوق د شعر شاعرۍ او ژوند په اړه بهرنيو ليکوالو زيات ليکل کړي اود سولې سره يې د هغه لېونۍ مينه ستايلې ده.



 افضل شوق د فرشته په نوم يو ټولنه هم درلوده چې د نړۍ د هرې برخې ليکوالو او هنرمندانو په کې ونډه درلوده. ارواښاد افضل شوق له لر او بر سره خپله يارانه خورا په مينه پالل، وخت په وخت يې شعرونه او ليکنې رالېږلې.



لر او بر د پښتو د دې درانه ليکوال، شاعر او خپل ګران همکار ارواښاد افضل شوق پر مړينه خواشينى دى، نوموړي ته له خدايه پاک جنتونه او درنې کورنۍ ته يې صبر او زغم غواړي.

تبصره نسته

  1. موږ خو پدې خپلو اويبپاڼوکې کله د خېر او خوښۍ خبر ونه لوست خو چې هره ورځ له خوبه راپاڅېږو د غم خبر او د جنازې اعلان به وي
    الله م ان اعوذبيک من عذاب القبری ومن عذاب جهنم
    ارواښاد ته دې الله تعالی جنت ورکړي او کورنۍ ته دې الله تعالی د زړۀ صبر ورکړي * امين *

  2. دخواشينۍ پيغام
    په ډير خواشينې سره مې خبر تر لاسه کړ چې د پښتو د ادب يوغيرتي نامتوپښتون ،مخه ور اديب ،ښه، قلموال او دسولې يو مشعلدار هغه چې دوجود هر رګ يي د سولې په انتظارکې نظمونه ،غزلونه او نثرونه ليکل هغه قدرمن پښتون ښاغلی افضل شوق و چې نن سهار ( شنبې ورځ د نومبر ۱۳مه) په اسلام اباد کې پرې د زړه حمله شوې او خپل روح یې حق ته سپارلی
    (انا لله وانا اله راجعون)
    اروا ښاد افضل شوق نه يواځی افغاني ټولنه کې ليکوال وبلکی هغه د نړۍ د٢٩په هيوادونو کې دافغان دسولې شاعر او ليکوال په توګه پيژندل شوی عالم او لوی شخصيت و چې د نړۍ په مختلفو ژبو کې د هغی کتابونه،شعرونه،ادبي ټوټۍژباړل شوي دي زه شخصن د هغی په مړينه باندې ډيره خپه او د پښتو د ادب ه ډګر کې د هغی مړينه يو لوې ضايع بولمه دا څرګند حقيقت دی چې ښه خلک د خداې (ج)نژدی دوستان وي او تر ډيره پوری نه پاتی کيږي مرحوم اروا ښادافضل شوق ته د فردوس جنت غواړمم او کورنۍ ته يې جميل صبر٠ په درنښت

  3. Inna Lillahi Wa Inna Illaihe RajeeoN
    Khudai pak de janat ul firdaus wor pa barkha kee…aw pa gham laralee korane ta de da zra sabar warkee…har sok che har zai dagha khabar lwalee no de ya pla lasona worta lapa kee aw duwa de worta woki…Wasalam

  4. د ارواښاد افضل شوق په مړینه د PSDP د غمرازئ پیغام
    13,11,2010
    د پښتو ژبې وتلی مترقی ليكوال، شاعر ، ژورنالست، سفرنامه او ناول ليكونكي ښاغلی افضل شوق نن سهار دنوامبر په ۱۳ مه د زړه د حملې له امله له دۍ فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې.
    انا لله وانا الیه راجعون
    ارواښاد افضل شوق د پښتنی کولتور او د پښتو ژبې دبډاینی او پرمختګ لپاره د مرګ تر وخت پوری نه ستړی کیدونکی هلي ځلي کړی.
    ارواښاد افضل شوق څخه مونږ ته شلېدلى امېل ، په لټون ستا د څېرې، اووه ګامه مزل، د لمر د كلي په لور ، مزل پر واورو باندې او پروني مخونه په نامه ارزښتناک کتابونه راپاتی دی چی دده یاد ته تل تازه ساتی
    د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د خدای بخښلی ارواښاد افضل شوق نا څاپې او بی وخته مړینه پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ، ارواښاد ته د لوی خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی ، د کورنۍ ،خپلوانو او ادبی ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي
    روح دی ښاد وی
    په درناوی
    نصیر ستوری
    د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندجنرل سیکرټری

  5. د نوميالي ليكوال، شاعر او سفرنامه ليكونكي (افضل شوق) ناببره مړينه د پښتنو لپاره په تېره د ارواښاد د كورنۍ او ادبوالو لپاره ډېره دردوونكې پېښه ده، زما لپاره د داسې يوۀ ليكوال او شاعر مړينه زښت زيات زور غواړي، ځكه د چا په ګوتو كې چي قلم وي هغه له ځانه سره د علم څراغ را اخيستى وي، خو افضل شوق غوندې شاعر چي د مينې او سولې څراغ يې را اخيستى و او د پښتنو د ذهنونو په را ويښولو بوخت وو، د مرګ ناترسې سيلۍ راڅخه بې وخته يووړ. اولادونو او خپلوانو ته يې تلپاتى زغم او صبر غواړم، روح دي يې ښاد وي.

  6. دا یاران لکه ګلونه د بهار دي *** د خزان په شان رژیږي دریغه دریغه **** بلجیم افغان کلتوري بهیر د شوق صیب مړینه افغان کهول د لوی غم پر ټغر کښینول . د افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه او ټول غړي د اراښاد شوق لپاره د پاک خدای ج څخه فردوس جنت او ټولي کورنۍ ته یئ د زړه صبر غواړي . افغان کلتوري بهیر * بلجیم *

  7. د خواشیني او غمشریکۍ پیغام،
    په ډیره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړ چي:
    افضل شوق له نړۍ سترګي پټي کړي
    انا لله و انا الیه راجعون

    ښاغلي افضل شوق د پښتو ژبي او د پښتون قوم یو پیاوړي او نوموتي لیکوال او شاعر ؤ هغه لیکني او شاعري ډیره ښکلي ده او مونږ به یی د تل لپاره یاد ساتو، د هغه وفات د ټولو پښتنو لپاره یوه ستره غمیزه ده.
    مونږ ټول د هغه له کورنۍ سره په دي غم کي شریک یو،
    خداي دي هغه ته جنت فردوس ورکړي او کورنۍ ته دي الله پاک جمیل صبر ورکړي.

    په پښتنه مینه
    انجنیر نواب خان
    جلال اباد

  8. د شوق صاحب په مړينه خفه يم، دعا ورپسې لېږم

  9. پښتون دانشور ښه ناول ليکونکی د سولې طرفدار د پښتو د داب يو بل ډيوه ښاغلی افضل شوق د دونيا نه يي دتل لپاره سترګې پټی کړی
    انا لله وانا الیه راجعون
    د نوموړی شاعر او ليکوال ناڅاپي مړينی ته ډير خپه شوم داچې پښتنو کې لږ خلک ليدل کيږي چې د امن لپاره قلم وخوزوي بيا هم څه چې دخداې امر او رضا وي زه هم پخپل وار مرحوم دخداې وبخښی ورته فردوس جنت غواړم او کورنۍ ته صبر جميل

  10. په ډير خواشينۍ سره مو د ښاغلی مرحوم افضل شوق د مرګ ناڅاپي خبر تر لاسه کړ چې ډير ودرديدو دا چې هر ورځ زمونږ يو قلموال پښتون مري او د فاني دونيا نه سترګي پټوي
    رښتيا هم چې دردونکي دی خو د خداې په امر او رضا کې څه ويلې نه شو خداې دشوق صاحب وبخښي او دهغې برکت د دهغی په باقي پاتی کورنۍ د کيښودل کړي

  11. دارواښادښوق په مړينه په رښتياهم زښت زيات غمجن سوم . له ده سره مي څوواره ليده کاته سوي وو . ډېرمينه ناک اوعالم وو . روح دې ښاد وي .