کور / سپورټي / کندهار : روان ټورنمينټ پاى ته ورسېدى

کندهار : روان ټورنمينټ پاى ته ورسېدى

د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي پيل سوى پنځه ورځنى ناک اوټ فټبال ټورنمينټ تېره ورځ د کندهار د قهرماني لوبډلي په بريا پاى ته ورسېدى.
دغه ټورنمينټ چي هدف يې د سهيلي حوزې په کچه د اتل ټيم معلومونه وه پکښي د هلمند، زابل، اروزګان او کندهار ولايت فټبال لوبډلو پکښي ګډون کړى وو.
ددې ټورنامينټ پاي لوبي ته د کندهار او هلمند ولايتونو فټبال لوبډلو لاره پيدا کړې وه چي دواړو لوبډلو په ټاکل سوو ٩٠ دقيقو کي سيالي غاړي ته ګول ونه واهه او لوبه په مساوي ډول پاى ته ورسېده .
د کندهار لوبډلي د هلمند لوبډلي د ٧ امتيازونو په وړاندي د ٨ امتيازونو په درلودلو سره ددغو سياليو اتلولي خپله کړه اوپه دې ډول کندهار، هلمند او زابل ولايتونو په وار سره لومړى، دوهم او دريم مقامونه تر لاسه کړه.
د کندهار ولايت د سپورټ او بدني روزني امر محمد الله ګلالي لوبغاړو د جايزو ويشلو پر مهال د لوبغاړو د سپورټي اخلاقو او د کندهارى لوبډلي د ښې لوبي ستاينه وکړه او دا ډول ټورنمينټونه يې په کندهار کي د فټبال لوبي د ودي لپاره مهم وبلل.
محمد نعيم چي د زابل ولايت په فټبال لوبډله کې لوبه کول او دريم مقام يې ترلاسه کړى وو وويل(( زه د خپلي لوبډلي په استازيتوب د کندهارد فټبال فدراسيون له ميلمه پالني او د لوبغاړو له سپورټي اخلاقو مننه کوم، واقعا دا سيالى بې پرې سيالى وې او دلته د ټولو سياليو او لوبډلو په منځ کي د فټبال قوانين په پوره ډول عملي سول))
د کندهار فټبال فدارسيون وړاندي دلته په احمد شاهي لوبغالي کي دې ته د ورته ټورنمينټونو کوربه توب کړى چي ډير وختونه يې اتلولي هم خپله د کندهاري ټيم په برخه سوې ده.