کور / تازه خبرونه / کندهار : د يوه وسله وال د نيول خبر ورکړل سو

کندهار : د يوه وسله وال د نيول خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي افغان ملي امنيتي ځواکونو د کندهار د دوهمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي تېر ماښام يو وسله وال نيولى . په خبرپاڼه کي د نيول سوي کس نوم عبدالقوي ښودل سوى او په اړه يې ويل سوى چي نوموړى د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکى دئ . د خبرپاڼي په حواله چي نوموړي د امنتي ځواکونو له لوري د يوه عراده موټر سيکل يوې پايې مخابرې او يو ميل توپنچې سره لاس په لاس نيولى ا وتر تحقيقاتو لاندي دى .