کور / تازه خبرونه / روزګان : د چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړل سو

روزګان : د چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړل سو

د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ګډو ځواکونو په روزکان ولايت کي يو شمېر چاودېدونکي توکي نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد چاودېدونکي توکي يې د دې ولايت په ترينکوټ ولسوالۍ کي نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي په چاودېدونکي توکو کي لاسي بمونه ، لينونه ، د لاسي بمو فيوزونه او نور شامل دي چي تېره ورځ ګډو ځواکونو د يوې ګزمې پر مهال کشف او نيولي دي . په خبرپاڼه کي د دې توکو سره د کوم کس د نيولو خبره نه ده سوې .