کور / تازه خبرونه / فرهاد دريا په هلمند کي کنسرټ ورکوي

فرهاد دريا په هلمند کي کنسرټ ورکوي

د افغانستان مشهور سندرغاړى فرهاد دريا د لوى اختر پر څلورمه نېټه په هلمند ولايت کي کنسرټ ورکوي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي آزادۍ راډيو ته وويل چي د دې کنسرټ دپاره ټول تخنيکي وسايل برابر سوي دي او په ژوندۍ بڼه به د افغانستان په ملي ټلوېزون کي هم خپرېږي.
فرهاد دريا له څو مياشتو راهيسي د افغانستان د سولي ته د ځوانانو د هڅوني په باب هلي ځلي پيل کړي دي، چي په همدې موخه يې په بلخ او هرات ولايتونو کي هم کنسرټونه ورکړي دي.
ښاغلى دريا وايي دى پلان لري چي د افغانستان په ټولو ولايتونو کي د کنسرټونو په جوړولو له ځوانانو سره وويني، هغوى ته سولي او زغم ته راوبولي او د هيواد آبادۍ او ملي يووالي ته يې تشويق کړي.
فرهاد دريا يوازنى افغان سندرغاړى بلل کېداى سي، چي په شعوري توګه د سندرو د هنر له لاري ځوانان ملي يووالي او سولي ته رابولي او د جنګ او ورور وژني پر ضد کرکه څرګندوي.