کور / تازه خبرونه / تازه خبر: افغان کونسل عبدالخالق فراهي خوشي سوئ دئ

تازه خبر: افغان کونسل عبدالخالق فراهي خوشي سوئ دئ

ىوې باوري منبع لراوبر وىبپاڼي ته وويل چي په پښتونخوا کي افغان کونسل عبدالخالق فراهي نن ماځيګر افغان حکومت ته سپارل وسپارل سو.
ښاغلى فراهي د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر کي د پېښور په حىات آباد سىمه کي له کوره دفتر په لاره کي د وسله والو له بريد سره مخ سو، چي له امله يې موټروان مړ او دى ژوندى و تښتول سو. د نوموړي د تښتوني مسئوليت کومي ډلي مخامخ پرغاړه نه وو اخىستى، خو د افغان پارلمان غړي او ځىني حکومتي چارواکي د هغه په تښتونه کي د پاکستان پراستخباراتي شبکه آى، ايس، آى باندي شکمن ول.
حاجي عبدالخالق فراهي هغه مهال د ښه کار او وړتىا له مخي په اسلام آباد کي د ولسمشر کرزي له خوا د سفىر په توګه ټاکل سوئ وو، خو د نوي دندي تر پىل دمخه وتښتول سو.
څو مىاشتي دمخه په رسنىو کي د ښاغلي فراهي د ناروغۍ خبرونه خپاره سول، چي د تښتوونکو په منګولو کي يې روغتىاىي حالت خراب ښودل سوئ وو، خو د لراوبر وىباڼي منبع واىي د نوموړي روغتىا اوس د ډاډ وړ ده.
افغان حکومت لا تر اوسه د ښاغلي فراهي د خوشي کېدو خبر په رسمي توګه نه دئ تايېد کړئ.