کور / تازه خبرونه / کندهار: چاودني دوه ملکي کسان مړه او ١١ ټپيان کړل

کندهار: چاودني دوه ملکي کسان مړه او ١١ ټپيان کړل

د کندهار محلي چارواکي وايي په دې ولايت کي د ماين چاودني دوه تنه وژلي او ١١ نور ټپيان کړي دي.
چاودنه نن سهار د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط اډې ته څرمه د موټرسايکل بم په ذريعه ترسره سوې ده.
د کندهار د ولايت مقام خبرپاڼه وايي په ټپيانو کي يوه ښځه هم شامله ده. د سپين بولدک ولسوال عبدالغني هم له آزادۍ راډيو سره په خبرو کي دغه چاودنه او اوښتې مرګ ژوبله تائېد کړې ده.
خبرپاڼه وايي د چاودني هدف د سرحدي پوليسو يو موټر وو، خو هغوى ته زيان نه دئ پکښي رسېدلى او قربانيان يې ټول ولسي وګړي دي.