کور / خبرتیا او پيغامونه / د علم او ادب ستوری څيړنپوه عبدالرحيم ځدراڼ ولوید

د علم او ادب ستوری څيړنپوه عبدالرحيم ځدراڼ ولوید

د علم او ادب ستوری څيړنپوه عبدالرحيم ځدراڼ  ولوید
   
په خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې د پښتو ژبې وتلی  فرهنگي،علمي  شخصیت او د افغانستان د علومو اکاډيمۍ غړى څيړنپوه عبدالرحيم ځدراڼ له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې .
اناالله و انااليه راجعون
ارواښادزماسره یوځای  درحمن باباپه لیسه اویوه ټولګي کې  منځنۍ زده کړې ترسره کړې اوبیاوروسته یې په کابل کې په لوړوزده کړې پیل وکړ. په همدې اوږده موده کې زموږاړیکې نه یواځې په دې خاطرکلکې وې چې دځدراڼودقام څخه ووبلکې دارواښادهغه ستره مینه چې دپښتوژبې دپرمختګ په هکله یې درلوده په ماباندې ډیره اغیزه وکړه . ترکومه ځایه چې زماپه فکرکې پاتې دي نو د ارواښادپيژندنه  په لاندې ډول څرګندولای شم . 
 
ارواښادپه یوه شریفه او دینداره کورنۍ کې  زیږیدلی وواود ديني علومو زده کړې په کوچنیتوب کې پیل کړې اوسرته رسولې وه. ارواښاد د ډېر پخوا څخه شعرونه ويل اودرحمن باباشعرونو لیوال وه  ، دښوونځی په ټولوزده کوونکو ډیرګران ووداځکه چې   دخلکوسره یې په ډیره مینه بحث کولو،دمشرانویې احترام کولواوپه کشرانویې مهرباني کوله، په ډیره مینه یې مطالعه کوله  اوپه درسونو کې یې ډیرزیارایستلو، دکارپه تړاویې کلک دسپلین درلود، دښوونځی په ډیروډراموکې یې برخه اخیستې ده ، په ورځپاڼوکې یې هم دښوونځی په دوره کې مقالې خپرې شوې دي . په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ وه ،  خوراننګیالی ،سپین زړه ،خوښ طبیعته  اوصادق افغان وو، زړه سون اوسوله غوښتونکی وو، دملي  روحی  پالونکی وه ، دپښتوژبې ادب لیوال وه ، دلوړوچوکیواومقامونوحوس یې نه درلود .  د ژوند تر پايه يې د يو ملنګ او فقير انسان په څير ژوند وکړ ، نه يې مال او دارائي پيدا کړه او نه يې د لوړو چوکيو لپاره د ايمان او وجدان سودا وکړه  . ډیروطن پالونکی ملي شخصیت وو،  دوطن سره یې دومره مینه درلودله چې دجګړې په ټوله موده کې په هیوادکې پاتې شه ترڅو په کار کولو سره  خپل ولس ته د خپل وس او توان په اندازه د خدمت مصدر وګرځي.  

زړه مې ډير څه غواړي چې د هغه د ژوند ليک ، خپور شوو ادبي علمي اثارو، اوپښتوژبې ته دخدمت   په اړه يې وليکم خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه زور هم اوبه شوی دی .
د اروښاد څيړنپوه عبدالرحيم ځدراڼ مړينه د پښتنواوپښتو ژبې د علمي کیدولپاره خوپه تیره بیا دځدراڼوقام  لپاره   یوه ستره فرهنگي ،ولسي ضایعه گڼم، کورنۍ، خپلوانو، دوستانو،دادب مینه والو او خواخوږو ته یې د الله تعالی له درباره د زغم غوښتنه کوم او ارواښاد ته د جنت فردوس غوښتونکی یم. 

روح دې يې ښاد وي
(په درنښت )