کور / تازه خبرونه / ملا محمد عمر : موږ به د هېواد دتجزیې پلان خاوری کړو

ملا محمد عمر : موږ به د هېواد دتجزیې پلان خاوری کړو

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د طالبانو د لوی مشر ، ملا محمد عمر لخوا د مبارکۍ یو اوږد پیغام خپور سوﺉ او په هغه کی یې خبر ورکړی چی د یرغلګرو د شکست شیبې رانږدې سوي دي . پیغام وایی چی اوس هغوی ته د میډیا له لارې لاپي ورپاته دي او د همدغه ماتې د پټولو په خاطر د سولی او مذاکرې غولونکی چیغی وهی .
پیغام خبردارﺉ ورکوی چی د ځینو کورنیو او بهرنیو دښمنانو له لورې زموږ د ګران هېواد د تجزیې خبری کیږی خو هغوی دې خبر وی چی پر هېواد مین طالبان به هیچا ته هم د دغسی ناولی پلان د عملی کېدو اجازه ورنکړی .
پیغام د افغان حکومت د حالت په هکله ، د امریکایانو لخوا د مذاکراتو د آوازو په هکله ، او د هېواد د نظامی وضعیت په هکله مفصل معلومات او توضیحات ورکوی او هم د هېواد ځوان ، علمی ، فرهنګی کهول او د پوهنتونونو محصلینو ته ، د اسلامی نړۍ ولسونو او حکومتونو ته ، امریکایی او اروپایی ولس او د پارلمان غړو ته ، او د افغانستان ګاونډیو او د سیمی هېوادونو ته خپل خپل پیغام وړاندی کوی او خپل دریځ ورته روښانه کوی .