کور / شعر / د لينا فدا ښکلي غزل

د لينا فدا ښکلي غزل

چې راڅاڅي داشناله نظرڅاڅکي
لکه ګل باندې پراته دسحرڅاڅکي
څنګه زړه ورته کچکول په مخ کې نکړم؟
تویوي مې چې اشناپه هنر څاڅکي
سپینې غاړې ته امیل ترې جوړومه
ټولومه د ګلاب نه دسر څاڅکي
دلمن داغ دې په اوښکووینځی نه شې
پرې پراته دي دا زما د ځیګر څاڅکي
زماخيال تراسمانونو لينا رسي
ماشمارلي دي دبازپه وزرڅاڅکي