کور / شعر / پښــــــــتو

پښــــــــتو

چې پښــــــتو ته مې خدمت کړي اتلان دي
په پښــــــــــتو چې افتخار کړي افغانان دي
که هر څو په اطـــــــــاعت کې نومیالي وي
چې پښــــــــتو منلی نه شي جاهلان دي
چې یي مال دولــــــت وي هر څومره ګتلی
چې پښـــــــــتو ګتلی نه شي خاینان دي
که هر څومره وي کوچني چې پښتو کاندي
په قامــــوس د انسانیت کې دوې لویان دي
که پښـــــــــتو مې د دفتر او د معارف کړي
پښـــــــــــــــتانه به وایي دغه با توران دي
غلیمان چې پښــــــــــــتانه دوزخیان بولي
پښـــــــــــتانه په دې دونیا هم جنتیان دي
زه“وګړی” خو به په هر ځــــــای کې دا وایم
چې پښــــــــتو او پښتانه راباندې ګران دي