کور / شعر / خمار خبرې کوي

خمار خبرې کوي

ما وې زما خمار خبرې کوي
چا به وييل چنار خبرې کوي

اوس راته پاڼې د ګل وغږيدې
اوس راته هر مزار خبرې کوي

په درد کې خوند لټوي غم ښکلوي
دغه سړی د کار خبرې کوي

ياد راته بيا سکروټې وشيندلې
باد راته بيا د يار خبرې کوي

دلته دې دم دورهه اثر نه کوي
دلته پاړو ته مار خبرې کوي

دې ښاري سيوری د نښتر ونيوه
دا غرسنی د ښار خبرې کوي

د خپل بې روحه مجلسي نه قربان
په نيمه شپه ستار خبرې کوي

سر راته بيا د قام تصوير نيولی
زړه راته بيا د دار خبرې کوي

وس به دې راز ته وايه څوک واي راز
چې عندليب په جار خبرې کوي