کور / شعر / باچا خان ته!

باچا خان ته!

د ننګونو قهرمانه دپښتون د زړه ارمانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچاخانه
****
شملورپښتانه نن بياستاژوندون لره ارمان کړي
ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي
ته دسولې په ارمان وی قرباني شوې دوختونو
زولنۍ د شرنګولي بنديوان وی دزندانونو
****
ازادي ته يو ناره وې ارماني لاړی جها نه
نړيوال هم پرتا وياړي اې دسولې باچاخانه
****
ته دپوهی رڼا يي وې دژوندون په حرکت کې
ته دسرو زرونه پورته با لاتر په هرقيمت کې
ته مشال وی په تياروکې دننګونوحقيقت کې
ته اوبه دجنګ لمبوته ديوسولې سترقوت کې
*****
ستاهمت باندې زه وياړم حق دغواړم له جهانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچا خانه
****
عيسی رابه شي دونيا يوژوندبه درکړي تاته
مسلمان کعبۍ ته لاړشه اواز پورته کړه دونياته
چې پښتون يم مسلمان يم په جاروايمه هرچاته
سوله غواړم په نړۍ کې يم طوفان دجنګ بلاته
*****
ته دسولې بل ډيوه وې اې دمينې قهرمانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچاخانه
*****
زه يوه ښځه دټولنۍ اوس ارمان ستادژوندون کړم
دنياوال ته سوله غواړم نن کيسي ستادپرون کړم
لروبر پښتنو يو شئ دملي وحدت ژوندون ته
ارواح ښاددغفارخان به دزرلښتي په مضمون کړم

*****

سرراپورته کړه پښتونه دپښتون دزړه ارمانه
نړيوال هم پر تا وياړي اې د سولې باچاخانه