کور / شعر / اوس آزادي ستا دولس ملي مرام پاتی شو

اوس آزادي ستا دولس ملي مرام پاتی شو

زما دمیني په ثبوت کی نوم بدنام پاتی شو
چی سور ګلاب رانه ستا کور کی ستا په نام پاتی شو
ما يي لا څکه کړې نه وه خُم يي واړولو
زما مغزو کی ترنګ دهغه ښکلي جام پاتی شو
کاروان دمشکو لارختا کړه په ګړنګ وخاته
واړه منزل په لوری لاړل زما قام پاتی شو
خیر که صورت می لکه شمع توی شو دی چمن کی
دزړګي ژباړه می غزل ورته الهام پاتی شو
چغی می ډیری ورته وکړی چی راپاڅي جانان
په بخت ویده را ویښول هسی کلام پاتی شو
اوس یرغلګر دوخت راتاو دي زما وران کلي نه
اشنا باور په ما ونه کړو چی غلام پاتی شو
بی غوره نه شې خدمتګاره دارمان تر منزل
اوس آزادي ستا دولس ملي مرام پاتی شو