کور / شعر / غزل

غزل

زما وطن زما دوينو په سره رنګ جوړوي
له خپله راشی خو زما په کور کی جنګ جوړوي
ورورته دورور د سر قيمت په بيا نه کی ورکړي
وائی ددوی ددواړو توري عجب شرنګ جوړوي
توري پردی ئي زموږ و سترګوته نيولی وی تل
و هغه لورته زموږ لپاره لو يي ګړنګ جوړوي
چه چيرته سپينه ځمکه ووينی پری اور بلوي
ډيری لمبی په ډيرو زړو نو کی غورځنګ جوړوي
زما په کور کی و خپل ځانته ښی ماڼي جوړوي
مابه ورور د قبر خواکی خوار ملنګ جوړوي
زهر را شندی هرڅه راته تبا برباد کی
ځان سره وائی دغه زهر به لونګ جوړوي
ئي (ځلبلانده ) دا سرونه ټيټيدلی نه شي
چه هر يو سوځی پاته بل به ځان پتنګ جوړوي

نورعلی شاه ځلبلاند