کور / تازه خبرونه / د المپيک کمېټه: نه يو خبر چې فارسي سندره ولې خپره شوه

د المپيک کمېټه: نه يو خبر چې فارسي سندره ولې خپره شوه

د افغانستان د المپيک کمېټې بي بي سي ته ويلي چې دوى نه دي خبر چې په آسيايي لوبو کې د افغانستان د ملي سرود پر ځاى ولې د وطن عشق تو افتخار سندره خپره شوه.
د آسيايي هيوادونو په لوبو کې چې د روانې نومبر مياشتې پر ١٢ – مه د چين په ګوانژو ښار کې پيل شوې، د افغان لوبغاړو د تېرېدو پر مهال د افغانستان د ملي سرود پر ځاى پورتنۍ فارسي سندره ږغول شوې وه.
د ملي سرود د ږغېدو پر ځاى د سندري د خپرېدو خبر لومړى له لراوبر ويبپاڼې څخه خپور شو، چې اوس يې د المپيک کمېټې هم په باب څېړنه پيل کړې ده.
د المپيک کمېټې يوه مسئول مصطفى وردګ بي بي سي ته ويلي چې له دوى څخه بخښنه غوښتل شوې ده، او د پېښې د علت په هکله څېړنې روانې دي.