کور / تازه خبرونه / شمالي وزيرستان: امريکايي الوتکو ٢٠ کسان ووژل

شمالي وزيرستان: امريکايي الوتکو ٢٠ کسان ووژل

د شمالي وزيرستان د غلام خان نومي سيمي د قلت خېلو په کلي کي امريکايي الوتکو په بمباريو کي٢٠ تنه وژلي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي بې پيلوټه الوتکي لومړى يو موټر په نښه کړ، چي له څلورو سپرليو سره يې له منځه يووړ.
د سيمي د اوسېدونکو په وينا يوې بلي الوتکي وروسته پر يوه کور څلور راکټونه فير کړل، چي له امله يې کور ټول نړېدلى دئ او تر اوسه د ١٦ کسانو مړي را ايستل سوي دي.
د قبايلي سيمو پوليټيکل ايجنټ ويلي چي د مړيو د هويت په باب تر اوسه معلومات نه لري، چي ځايي اوسېدونکي او که د القاعدې بهرني جنګيالي دي.
په شمالي وزيرستان کي د امريکا په حملو کي له تيرو څو مياشتو راهيسي څو چنده ډېروالى راغلى دئ، چي پر ځايي او د القاعدې پر جنګياليو سربېره يې ډېر ملکي کسان هم وژلي دي.