کور / تازه خبرونه / ډهلى: د تعمير د نړېدو له امله ٦٤ تنه مړه او تر ١٠٠ ډېر ټپيان سول

ډهلى: د تعمير د نړېدو له امله ٦٤ تنه مړه او تر ١٠٠ ډېر ټپيان سول

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کي د يوه څلور منزله تعمير د نړېدو له کبله شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي تر اوسه يې له خاورو ٦٤ مړي را ايستلي دي، ٨٠ تنه ټپيان په روغتونونو کي تر علاج لاندي او ٣٠ نور کسان ورک دي.
د حکومت چارواکو په وينا له خاورو څخه اوس هم د ورکو کسانو د رايستلو لټون جاري دئ.
پوليسو ويلي چي د پېښي اصلي علت نه دئ معلوم، خو داسي ښکاري چي د تعمير بنسټ د بارانونو او سېلابونو له امله شوړېدلى وو.
بلي خوا ته ځايي اوسېدونکي وايي تعمير پر داسي مهال راولوېدئ، چي پر سر يې د پنځم منزل د جوړولو کار روان روان وو.
پوليس وايي د پېښي د علت په باب يې څېړني پيل کړي دي.