کور / تازه خبرونه / امريکا: د هند له غړيتوب پرته د امنيت شورا نيمګړې ده

امريکا: د هند له غړيتوب پرته د امنيت شورا نيمګړې ده

د امريکا حکومت وايي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د هند نه غړيتوب به د دې شورا رښتينولي تر پوښتني لاندي راولي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال پي جي کراولي په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل چي ولسمشر باراک اوباما په امنيت شورا کي د هندوستان د غړيتوب په هکله هند ته تر سفر دمخه لا له ځينو هيوادونو سره خبري کړي وې.
نوموړي وويل چي د امريکا حکومت په امنيت شورا کي د هندوستان د دايمي غړيتوب دپاره خپلي هڅي جاري ساتي او د هند له غړيتوب پرته به د امنيت شورا نيمګړې وي.
جي کراولي د ممبى په حملو کي د لاس لرونکو کسانو خلاف د پاکستان د دريځ په باب وويل چي د امريکا حکومت څو ځله له پاکستان څخه غوښتي دي چي په دې حملو کي د شکمنو لاس لرونکو پر ضد ګامونه اوچت کړي.