کور / تازه خبرونه / هلمند: د طالبانو ځايي قومندان په خپل ماين وژل سوى دئ

هلمند: د طالبانو ځايي قومندان په خپل ماين وژل سوى دئ

د هلمند ولايتي مقامات وايي تېره اونۍ د طالبانو يو ځايي قومندان په خپل ماين وژل سوئ دئ.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه قومندان چي د الهام په نوم مشهور وو په مارجې ولسوالي کي د چارشنبې په ورځ وژل سوئ دئ.
خبرپاڼه وايي نوموړى د مارجې د لوى څلور لاري جنوب پلو ته د حاجي عبدالخالق نومي کس په کور کي د ماينونو په جوړولو بوخت وو، چي چاودنه پر سوې ده.