کور / تازه خبرونه / پاکستان: په بلوچستان کي امريکا ته د عملياتو اجازه نه ورکوو

پاکستان: په بلوچستان کي امريکا ته د عملياتو اجازه نه ورکوو

د پاکستان حکومت وايي امريکا ته يې د هغي غوښتني په باب منفي جواب ورکړى، چي په بلوچستان ايالت کي يې د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو په باب ځني کړې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط نن هغه خبرونه رد کړل، چي ويل يې پاکستان امريکا ته په بلوچستان کي د طالبانو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو عملياتو ته اجازه ورکړې ده.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د امريکايي استخباراتي کړيو په حواله خبر ورکړى وو، چي امريکا له پاکستان څخه غوښتي چي د افغان طالبانو د مشرانو چي د کوټي په شورا مشهور دي، د ځپلو دپاره په بلوچستان ايالت کي د عملياتو اجازه ورکړي.
ورځپاڼه وايي امريکايي مامورين په دې باور دي چي د طالبانو مشران د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه او شاوخوا نورو ښارونو کي تيت او پرک دي او له هغه ځايه په افغانستان کي خپلو جنګياليو ته قومانده ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي امريکا اجازه نه لري چي پر قبايلي سيمو سربېره په بلوچستان ايالت کي هم عمليات شروع کړي، خو امريکا کولاى سي چي په بلوچستان ايالت کي د سي، آى، اې د جاسوسانو شمېر ډېر کړي.