کور / تازه خبرونه / د انتخاباتو کمېسون د ٢٠ کانديدانو رايي باطلي اعلانوي

د انتخاباتو کمېسون د ٢٠ کانديدانو رايي باطلي اعلانوي

د انتخاباتو د شکايتونو د کمېسون وياند احمدضيارفعت ويلي چي د هيواد په مختلفو ولايتونو پوري د اړوندو پارلماني وکيلانو هغه ليست د انتخاباتو کمېسون ته ولېږي، چي په لومړنيو پايلو کي کامياب اعلان سوي وو، خو دوى ته د رسېدلو شکايتونو پر بنسټ يې ټولي رايي باطلي اعلان سوي دي.
ضياء ارفعت د آزادۍ راډيو ته ويلي چي د دې کسانو شمېر د٢٠ تنو په شاوخوا کي دئ، چي رايي يې د شکايتونو تر څېړنو وروسته باطلي اعلان سوې او ولسي جرګې ته د کاميابو کسانو له ليست څخه به يې نومونه و ايستل سي.
ټاکل سوې ده چي د انتخاباتو کمېسون نن دغه نومونه اعلان کړي.