کور / تازه خبرونه / د افغان حاجيانو لومړۍ الوتکه نن کابل ته رسېږي

د افغان حاجيانو لومړۍ الوتکه نن کابل ته رسېږي

د افغانستان د حج او اقافو وزارت وايي د افغان حاجيانو لومړۍ الوتکه به نن ماپښين کابل ته ورسېږي.
د حج او اقافو وزارت ويلي دي چي تمه ده د ټرانسپورټ وزارت له ژمني سره سم به د ټولو افغان حاجيانو د را انتقالولو چاري په يوه مياشت کي بشپړي سي.
افغانستان شاوخوا ٣٥٠٠٠ حاجيان مکي شريفي ته د حج دپاره لېږلي وو، چي د نورو کلونو په نسبت تر اوسه له ستونزو څخه د حاجيانو شکايتونه لږ دي.
افغان حاجيان سږکال په حکومت پوري د اړوندو چارو څخه راضي ښکاري، خو مينى ته د لېږد پر مهال يې د جنوبي اسيا هيوادونو د حاجيانو له ادارې څخه شکايت کاوه، چي د هندوستان، پاکستان، انډونيزيا او ماليزيا د حاجيانو او افغان حاجيانو ترمنځ يې د مور او ميرې چلند کاوه.