کور / تازه خبرونه / کندوز:یوتن افریقایی تبعه پراسلام مشرف شو

کندوز:یوتن افریقایی تبعه پراسلام مشرف شو

دیکشنبې په ورځ یوتن افریقایی الاصله ډانیال په عام محضرکې دشهادت کلیمه ولوستله اومسلمان شو
نوموړی دافریقادوچې دیوګنداهیواداصلې اوسیدونکې دی چې دوه ورځې دمخه افغانسنتان ته راغلې ډانیال چې اوسنې نوم یی دکندوزولایت یوتن دینې عالم مولوی فیض محمدله لورې بلال کیښودل شودخپل اسلام راوړلوعلت داخترپه ورځ دمسلمانانوپه بې شانه مینې سره دلمانځه اداکول اوراټولیدل په ګوته کړل.
بلال زیاته کړه چې دی لومړې دوبې اوبیا تاجکستان ته اوله هغه ځایه کندوزته راغلې هغه وایی چې دی دواشنګټن کابل په نوم دیوې خصوصې کمپنې سره کارکوي ،هغه دهغه کس ځنې هم مننه وکړه چې نوموړې اسلام راوړلوته هڅولې وو.
دبلال داسلام راوړلوپه مراسموکې لسګونوخلکوګډون کړی وو.