کور / تازه خبرونه / بغلان:دبورکې په ولسوالې بریدوشو.

بغلان:دبورکې په ولسوالې بریدوشو.

دبغلان ولایت امنیتی مسوولین وایی چې تیره ورځ ناوخته وسلوالوطالبانودیادولایت دبورکې په ولسوالې اوتنګ مرچ سیمه باندی بریدوکړچې دچارواکوپه خبره جګړه ۳بجې پیل شوی اوتر۶بجویی دوام درلوده مسوولین زیاتوی چې پای ته رسیدلی. اووسلوال یی په شاه کړی دی .
دبغلان والې ویاند محمودحقمل وایی چې په دغه نښته کې چې څوساعته یی دوام درلوده یوتن پولیس وژل شوی او۲نورټپیان دی همدغه راز هغه زیاتوی چې په یاده جګړه کې یوتن طالب وژل شوی او۳ تنه ټپیان دی.
مګر دیادې ولسوالې یوتن چارواکې دنوم دنه ښوولوپه شرط ویلې چې په یاده پیښه کې یوتن اربکې وژلی شوی او۳ نورټپیان دی. بل لورته دوسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نښته تاییدوې اومقابل لورته دګڼې مرګ زوبلې خبره کوی . بورکه دبغلان هغه ولسوالې ده چې دتخارولایت داشکمش سره ګډه پوله لرې اوکله ناکله په کې یادی پیښې رامنځ ته کیږی.