کور / سپورټي / د ښونځیو منځ لوبې ننګرهار او کابل وګټلې

د ښونځیو منځ لوبې ننګرهار او کابل وګټلې

پرون د کابل کرکټ په ملي لوبغالي کې د ۶۴ ښونځیو لوبډلو څخه اته غوره لوبډلو( سوپر۸) لوبه پېل کړه، ټاکل شوې و چې لومړی لوبه د ننګرهار د شهیدعبدالوکیل لیسه او د غزني د کوچیانو لیسې تر منځ وشي خو له بده مرغه د غزني لیسه لوبې ته کولو ته حاضره نشوه او لوبه د تخنیکې کمیټې لخوا ماسپښین ته وځنډیدله، ماسپښین ته هم د غزني لوبډله لوبې کولو ته حاضره نشوه او د کرکټ تخنیکې کمیټې لوبه د ننګرهار د شهیدعبدالوکیل د لیسې په ګټه تمامه کړه.
پرون ورځ د کابل کرکټ په ملي لوبغالي کې لومړۍ لوبه د پروان ولایت د یوزباشي د عالي لیسې او د کابل د احمدشاه بابا د مېنې د لسم بلاک لیسې تر منځ وشوه.
د پروان لسیې لومړی په منډه جوړونې پېل وکړ او د ۸ لوبغاړو په سوځیدلو یې په ۲۰ اورونو کې ۹۸ منډې جوړې کړي.
د کابل لیسې له دمې وروسته په لوبه پېل وکړ او ټاکل شوی هدف یې مخالفې لوبډلې ته په ۱۸ اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړه او لوبه یې په خپله ګټه تمامه کړه.

نن به د کابل په ملي لوبغالي کې ۴ لوبډلې لوبه کوي:‍
د دې سیالۍ په اړه نور اړین معلومات:
دا لوبې یوه میاشت مخکې پېل شوې وي چې د هیواد د شپږو ولایتونو ۶۴ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د کابل ولایت څخه ۲۴ لوبډلې او نورو ۵ ولایتونو څخه ۶ ښونځیو لوبډلو پکې لوبې وکړي.
د کابل ولایت څخه ۳ او د نورو ۵ ولایتونو څخه یوه یوه لوبډله سوپر ۸ ته بریالۍ شوي و.
دغه سیالي د لومړي ځل لپاره په هیواد کې په لاره اچول شوي دي، دا سیالۍ د مسلم هنډ مرستندویه مؤسسې په مالي لګښت او د افغان کرکټ بورډ په تخنیکي همکارۍ مخکې بیول کیږي.
د مسلم هنډ مؤسسي موخه د دې سیالۍ څخه په هیواد کې تنکې ځوانان د نشه یي توکو څخه لرېکول او په هیواد کې د کرکټ د لوبې له لارې سوله خورول دي.

د هیواد د ښونځیو ۸ غوره لوبډلې په لاندې ډول دي:
د کابل څخه ( د احمدشاه بابا مېنې لسم بلاک لیسه، د غازي عالي لیسه او د مهراب الدین عالي لیسه ده).

د ننګرهار څخه د عبدالوکیل عالي لیسه.
د پکتیا څخه د میخانیک عالي لسیه.
د لغمان ولایت څخه د قطب زي عالي لیسه.
د غزني ولایت څخه د کوچیانو عالي لیسه.
د پروال ولایت څخه د یوزباشي عالي لیسه.