کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان له هانکانګ سره لوبه کوي

کرکيټ: افغانستان له هانکانګ سره لوبه کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله په اسیاد کې د نومبر په ۲۴ نېټه د هانګ کانګ سره لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چین ته په اسیاد کې د لوبو ګډون لپاره د چین ګوانجو ښار کې ده د نومبر په ۲۴ نېټه چې د څلور نۍ ورځ (چهارشنبه) کیږي د هانګ کانګ هیواد ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
دا لوبه د چین په وخت د سهار په ۹:۳۰ او د افغانستان په وخت د سهار په ۶:۱۰ د قیقو پېل کیږي.
افغان لوبډلې د اسیاد په دې سیالیو کې د اسیايي هیوادونو د پیاوړو لوبډلو په کتار کې ځای لري او خپله لومړۍ لوبه د اسیا د دویمې درجې کرکټ هیوادونو سره په منځ لوبه کې د هانګ کانګ هیواد سره کوي.

د ملي لوبډلې لوبه په ۲۴ نېټه لاندې د تلویزیون چینلونه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوي:
ملي تلویزیون غواړي چې دا لوبې ثبت کړي او بیا د شپې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.
د سبا تلویزیون چې په کابل کې یې مرکزي دفتر دی.( په ژوندۍ بڼه) د سبا تلویزیون ادارې کرکټ بورډ ته تائید کړي چې لوبه به په ژوندۍ بڼه خپروي.

د اریانا تلویزیون. ( په ژوندۍ بڼه)
د شمشاد تلویزیون مسؤلینو وايي چې موږ کوښښ کوو چې د کرکټ مینوالو ته دا لوبه وړاندي کړو خو تر اوسه لا اخري پریکړه نه ده شوي.
په نړیواله کچه د دې لوبو خپرلو حقوق د ټین اکشن تلویزیون هم اخستي چې زیات امکان شته په ژوندې بڼه یې وړاندې کړي.

د سلام وطندار رادیوږ
یادونه: د افغان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې د پورته رسینو سره اړیکې نیولې او هغوي تائید کړي ده چې د کرکټ لوبې په کوم شکل خپروي.
په دې سیالۍ کې د اسیا ۱۰ اسیايي هیوادونه لوبه کوی او دا لومړي ځل دی چې په اسیاد کې د کرکټ لوبه ترسره کیږي.
په اسیاد کې د کرکټ په سيالي کې لاندې اسیايي هیوادونه شتون لري:
افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش، چين، هانګ کانګ، ماليزيا، مالديپ، نيپال او سينګاپور) لوبډلې ګډون کوي.

افغان ملي لوبډله د اسیاد لوبې لپاره:
د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د هرې لوبډلې غوراوی د د منډو د کتاب او د کرکټ د معیارونو پر بنسټ کوي.
همدارنګه د لوبډلې د کپتان او د هغې لوبډلې د روزونکې مشوره پکې شرط ده، د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ کمیټه د لوبغاړو په غوره کولو او ټاکلو کې د هغوی پخوانۍ لاسته راوړنې څېړي او د هغوی لوبه په ویدیوګانو کې ګوري او بیا د هغوي په غوراوي د ډیرو څیړونو وروسته غور کوي.