کور / سپورټي / په کندهار کي د غېږ نيوني سيالۍ پاى ته ورسېدې

په کندهار کي د غېږ نيوني سيالۍ پاى ته ورسېدې

د لوى اختر په مناسبت د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د غېږ نيوني دوې ورځنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې
يادي سيالۍ چي د کندهار ولايتي شورا او سپورټ امريت په نوښت د کندهار د ١٧ ولسواليو تر منځ د غېږ نيوني د لوبغاړو تر منځ دوې ورځي وړاندي د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي پيل سوي وې ديو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي پاى ته ورسېدې.
د کندهار له ١٧ ولسواليو څخه د غېږ نيوني راغلي لوبغاړي په خپلو منځونو کي پر دوو، سل کسيزو ډلو وېشل سوې وې او د دو ورځو په اوږډو کي په خپلو منځونو کي له يو بل سره ولوبېدل.
تېر ماځيګر ددې سياليو د پاى په مراسمو کي، د کندهار ولايتي شورا له لوري دواړو غاړو ته د پښتني دود د ساتني او د لوبغاړو د تشويق په موخه سل، سل لنګۍ د جايزې په ډول ورکول سوې.