کور / تازه خبرونه / ادعا : د افغانی ښارونو کوچنیان د نیویارک تر هغې ژغورلي دي

ادعا : د افغانی ښارونو کوچنیان د نیویارک تر هغې ژغورلي دي

رویټر خبر ورکوی چی په افغانستان کی د ناټو ملکی استاځی ( مارک سیډ ویلز ) ادعا وکړه چی د افغانستان په لویو ښارونو منجمله کندهار کی ماشومان د نیویارک ، لندن ، یا ګلاسګو یا نورو ښارونو تر کوچنیانو ژغورلي دي . سیډ ویلز د « بی . بی . سی » د کوچنیانو پروګرام ته وویل چی دلته کوچنیان په کورنیو پوری اړه لری او ښار تقریبأ د یو کلی غوندی وی . خو سیډ ویلز د خپلی ادعا د ثبوت لپاره مثالونه او ارقام وړاندی نه کړل .
د ده د دې ادعا په ځواب کی د « کوچنیان وساتیً » جوړښتون یو مقام وویل چی د سیډ ویلز دغه ادعا خطا ایستونکې ده او هغه یې رد کړه . دغه مامور وویل چی په افغانستان کی د هرو پنځو کوچنیانو څخه مخکی تر دې چی هغوی پنځه کلن سی ، یو یې له منځه ځی او افغانستان له هره اړخه یو نا امنه محیط دی . ملګری ملتونه هم وایی چی افغانی کوچنیان د زیاتېدونکي جګړې قربانیان دي او د ۲۰۰۸ د سپټمبر څخه د ۲۰۱۰ تر اګسټ پوری ۱۷۹۵ کوچنیان د جنګ له امله وژل سوي یا زخمی سوي دي .