کور / سياسي / امریکا، په افغانستان کې د شوروي د « سترې لوبې » د ستراتېژۍ پر ځای

امریکا، په افغانستان کې د شوروي د « سترې لوبې » د ستراتېژۍ پر ځای

د رحمت اريا ژباړه


( بېل ېې کړه ، اېل ېې کړه)


د « بېل ېې کړه ، اېل ېې کړه Divide and Conquer » تکتیک د خپل د لرغونتابه په اندازه اوږد تأریخ لري. د نولسمې پېړۍ په پېل کې تزاري روسې او سترې بریتانېې دغه تکتیک د نړۍ د طبیعي زیرمو د ښکېلاک او زبېښاک په لاره کې پلی کړ. د بډو ورکړه او یا د سیاسي برلاسیو ژمنه ، د « سترې لوبې »  غوره یا لومړنۍ خټه او تومنه  او د « بېل ېې کړه اېل کړه » د ستراتیژۍ مؤلفات جوړول. د ډېر لنډ وخت له تېرېدلو وروسته روسیه او بریتانېه دواړه په دې پوه شول چې توکمیزې دښمنۍ او  توکمیزې ـ بېلتونپالې ډلې ښکېلاکگرې ادارې سره همکارۍ ته چمتو او ښکېلاک او نیواک ته د لارو چارو د هوارولو لیوالتېا لري ، همدا رنگه دغه ډلې د خپلو دودیزو دښمنانو د ځپلو او پر دښمن د تکتیکي او سیاسي برلاسیو د تر لاسه کولو لپاره د پوځي عملیاتو پلي کولو ته چمتو دي. دا ډول ستراتېژي یا لید لوری د « سترې لوبې » په نامه پېژندل شوې چې د پيړیو پېړیو په اوږدو کې د ځانگړو ادبیاتو د ټولگو په ژانر او د دسیسو په هگیو او بچیو بدل شو.   
 
د « سترې لوبې » د سړې جگړې د څپرکي په لړ کې ، د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو په افغانستان کې همدغه لېد لوري ته ورته یوه ستراتيژي تر لاس لاندې ونیوله چې محرم نوم ېې د « کسکد عملیاتو » ول ، ددې ستراتېژۍ په تل کې د افغانستان د لږکیو له منځه د ځانگړو ډلو گومارنې یا استخدام ځای درلود. شورویانو د دغو نامتجانسو تاجیک ، وزبک او هزاره ډلو ټپلو له منځه ځانگړي کسان غوره کړل ، د دغو ډلگیو په منځ کې تر ټولو غوره ډله د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې د شمالي ټلوالې په نامه رسوا ترینه تاجیک – برواکي ډله وه. مسعود د نړۍ د پانگوالو څارگرو ځالگیو لکه د : سترې بریتانېې ، فرانسې ، شوروي اتحاد ، هندوستان، د روسیې د فدراسیون او امریکا لپاره یو پاروونکی یا محرک ایجنټ وو ، همدا شان په رسنیو کې د پروپاگند د چارو استادانو مسعود ته د یوه نامتو ستوري د انځور امتیاز هم ورکړ. مسعود د شوروي د جگړو د کلونو په ټوله موده کې ، د اورلگاوې نظار شوری او جمعیت تر پوښښ لاندې چې له شرارت سره یوه  مترادفه ډله ده د شورویانو ملا تړ اوهمکارۍ ته ور ودانگل.


تاجیک توکمه مسعود تر ډیرې مودې پورې د « ستر تاجیکستان»  تر نامه لاندې د یوې واکمنۍ د رامنځته کولو پر بالښت ، د خوبونو ډډه وهلې وه. د برژنیف په اودم او منترسمبال د « کسکد عملیاتو» غوښتل د افغانستان له شمالي ډډې څخه د : [ پروان، کاپیسا، بغلان، کندز ، تخار او بدخشان] ولایتونه را بیل ، او د منځنۍ آسیا د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو له خاورو سره ېې را گډ کړي . د شوروي لښکر د لوژیستیکي اکمالاتو لاره د  سالنگ لویه لاره وه چې د دوهمې لوېې لارې په نامه هم پیژندل کېده، مسعود د همدې لارې په اوږدو کې د مجاهدینو هغه کمینونه شنډول چې د شوروي لښکر پر اکمالاتي کاروانونو ېې بریدونه کول. د شوروي د جگړې د مرگ او ژوند دغه شاهرگ په منځنۍ آسیا کې له حیرتانه پیل او ترکابله راغځېدلې چې د شوروي د جنگي ماشین زړه ورباندې ژوندی وو. څرگنده ده چې شوروي ته د مسعود او د هغه د بانډ استخدام ،  د « څه واخله ، څه راکړه » د مقولې بنسټ درلود او پر همدغه بنسټ ېې د ستر تاجیکستان د جوړولو په لاره کې د مسعود سیاسي/ پوځي ملاتړ کاوه. و گورﺉ : (Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq, Routledge, 2006, New York, N.Y., pp. 210, 211,330, and Afghanistan, A Search for Truth, Bruce G. Richardson, Free Forum Publications, 2009, Freeport, ME., p.308 )  شورویانو، مسعود او د هغه سیاسي / پوځي هزاره ، وزبک توکمو ملگرو ډلو ټپلو ته د تدافعي او یا ملیشو ځواکونو په سترگو کتل ترڅو د بې سیالو ، بنسټیزو دښمنانو، افسانوي او سر کښو برلاسو پښتنو په ټکولو کې د مسکو د ملاتړ جوگه شي. شوروي ستراتېژستان د پښتـنو له لرغونې ،  تأریخي  ، پېچلې او نامتو پياوړتیا څخه ډیر ښه خبر ول ، شوروي ستراتيژیستان ښه پوهیدل چې پښتانه د بهرني یرغل او نیواک پر وړاندې نه ماتیدونکی مقاومت کوي ، له همدې امله ول چې شورویانو د « سترې لوبې » د ډگر بنسټېزه توکمیزه لوب – پته « قطعه بازي» را و ایستله او وېې لوبوله.


په عراق کې هم د « بېل ېې کړه ، ایل ېې کړه » ستراتيژي و لوبول شوه. د ویکیلیکیس له لاسوندونو څرگندیږي چې امریکا په عراق کې د یوې ځانگړې شیعه ډلې مالي مرسته وکړه ، دغه ډله د یکړ/ ایلغوځ لیوه « Lone Wolf» د لیوا  په نامه پیژندل کېـږي. د بشري مرستو ډېریو بنسټونو دغه عراقي ډله د توکمیزو شخړو په پارَونې او د زرگونو تنو سنیانو په وژنې تورنه کړې ده. مگر د « بېل ېې کړه ، ایل ېې کړه » اودم او پالیسي ددې لامل شوه چې امریکا دې په عراق کې د دا ډول وژنو په تړاو له پلټنو سترگې پټې کړي. امریکا ته د یکړ لیوه ،  لیوا ، د یوې پوځي او څپونکې زیرمې ارزښت لري ، د یکړ لیوه له داړو او له بشري حقونو څخه د هغه د لیوا له سرغړونو سترگې پټېږي ، امریکا ته اړین ټکی، د دې لیوا له لارې په عراق کې د مخ په وَدې سني بغاوت ټکول دي.
د امریکا متحده ایالات په سولندو سترگو د منځنۍ آسیا د کسپین د کاسې د انرژي د بډایو زیرمو د را ایستلو لپاره شمالي ډلو ته د امتیاز ورکړه غوره بولي ترڅو د انرژۍ د وړاندیز شوي دالان د نللیکې د غځولو په لاره کې ېې را نېږدې کړي ، امریکا د خپلو د پوځي اډو د ځالگیو د ودې او پراخولو له لارې غواړي د روسېې، چین او ایران سیالۍ شنډې او  له سیمې څخه طبیعي گاز او تیل را و باسي. گلوبلیزیشن یا  « پراخ بنسټه برلاسی  full-spectrum dominance» او نورې په ډانگ پیېلې نښې ، شمالي ټلوالې ته د سیاسي مرستو او د ټلوالې د پایښت په لاره کې د مادي امیتازونو په برابرولو کې اوږد ریکارډ لري. په دې اړوند د سي آی اې بې شمیرو پخوانیو افسرانو کتابونه لیکلي او منلي ېې دي چې تش په نامه شمالي ټلوالې ته له خرته وتلې بې تناسبه مالي مرستې ور کړل شوي دي. دغه ستراتیژي د امریکا له نیواک وروسته هم دوام لري.


هماغسې چې د لویدیزې نړۍ په ورځنیو مکالمو کې ویل کیږي « یاغیان »  په حقیقت کې د خپلواکۍ ملي د غورځنگ یو خوځښت دی. طالبان د خپلو نیکونو په څیر ددې لپاره درېدلي چې له خپل ټاټوبي څخه بهرني نیواکگر و باسي. خو،  امریکايي پلان جوړوونکو ته د ملیشا ځواکونو یا د پوځي ځواکونو د مرستندویه ضریب په توگه د  لږکیو له منځه د کسانو استخدام  ، دا امکان ورکوي چې د شمالي ټلوالې د لږکیو له منځه پوځي ډلگي غوره کړي ، له هغوی گټه واخلي او په پوځي لیکو کې ېې ودروي ، له پښتنو سره د اوږد مهالي مخالفت د لرلو په چاپیریال کې څرگنده ده چې شمالي ډلگي به د هیواد د توکمیزې تجزېې د ستراتیژۍ وړاندیز په ورین تندي ومني. په واشنگتن کې د سیاسي بنسټونو لکه د انرژۍ د سرچېنو د څېړونکو – پلټونکو شرکتونو ، د اکاډیمیکیو بنسټونو له منځه د یو شمیر لږکيو او د ځانگړو غوره شویو رسنیو له خولو څخه د افغانستان د تجزیې د وړاندیز انگازې اوریدل کیږي ؛ د یوه لږکي د خوشالولو د پلمې د پټولو لپاره دغه مخ په ودې انگازې د یوه ډیموکراتیک نوښت تر پوښښ لاندې کلماتو کې ویل کیږي.


دا ډول له دسیسو ډکه طرح په خپله د تأریخي مقاومت د لومړیتوب پاروونکی ضریب دی چې جرړه ېې د افغانستان د اتلسمې او نولسمې پیړۍ په تأریخ او د سړۍ جگړې د کلونو  په تل کې پرته ده. له تأریخي اړخه دا هاغه پالیسي ده چې یو ځل ناکامه شوې او په راتلونکې کې به هم ناکامه شي، او اوس هم په پياوړي ډاډ چې د ناکامې پر ژۍ ولاړه ده ،  په حقیقت کې ددې پالیسۍ د ناکامۍ څرک دومره له ورایه څرگند دی چې د ډیرې شرحې او پلټنې اړتیا ېې نه شته.
پای