کور / اسلامي / داسلامي ټولنې په لور (( دوهمه برخه ))

داسلامي ټولنې په لور (( دوهمه برخه ))

لیکنه : سید قطب
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی

یقینا دا خلا ده !!!
د ټولې ګڼې ګوڼې سره سره چې په ژوندانه کې ښکاري دا خلا ده .
دلته ډیرې سرګرمۍ دي ، هغه چا ته چې نه پوهیږي سوکالي اوسعادت ښکاري .. دا خنداګانې چې په هوا کې شرنګیږي ، دا جنسي او جسمي سپک لذتونه . دا پیالې چې له شرابو نه تشیږي ، دا شور او غوغا چې نه کراریږي او نه چپیږي .. مګر دا حیوانی لذتونه دي نه هم سعادت ، او نه خوشحالي ، ځکه چې د نیشې مستي سعادت نه وي ، همدا رازحیوانی خوشحالي هم ریښتنې خوشحالي نه وي ، په حقیقت کې دا د پرلپسې کار تر فشار لاندې هیسار شوی طاقت دی . دا د ماشینونو دبخار دایستلو په څیر یو غږ دی ..
مګر انسان چیرې دی ؟ په دې ټولو دوړو او امبارونو کې ؟ د حیوان او د پرزې د انسان څخه متفاوت انسان چیرې دی ؟ او د روسي مادي فلسفې تر شا تر دې ژوند سپک او ناوړه ژوند وینم . آن تر دې چې هغه حیواني ژوند چې په امریکا کې د پراخه ثروت په پایله کې شته دي ،هلته نه لیدل کیږي ؛ اوپه دې کنده کې نن بشریت په لویدیځ اوختیځ په یوه ډول مستقر شوي ، په بل عبارت یوه ځای ته رسیدلی .
بشریت ټول موږ ته اړتیا لري : د وجدان عقیدې ته اړتیا لري ، ترڅو ئې په سیوره کې د دې سیزنده ګرمۍ نه خلاص شي ، اوپه لمن کې ئې له اندیښنو نه آزاد اومطمئين شي ، اوپه غیږ کې ئې په کرار شي . یقینا چې دبشریت وجدان نور په دې متقلب خدای (علم) پسې په منډو وهلو سټړی شوی دی . هغه چې په هره شیبه کې خپل معیارونه او اټکلونه په خپله باطلوي ، هرکله چې کومې نوې رایه ته لاره ومومي ، نوخپل مخلوقات نه مني او مخلوقات ئې دی نه مني ،. کیدای شي چې عقل د دغه متقلب خدای لاره وڅاري اوتعقیب ئې کړي ، خو وجدان ثبات ، ډاډ او قرار ته اړتیا لري . یقینا چې د بشریت ضمیر دې لذتونو له شغلوو څخه په تنګ شوی دی ، د مادې ، لذت او تولید له عبادت نه ستړی شوی ، تولید باید د بشریت خدمتګاروي نه دا چې بشریت د تولید خدمتګار. لذت باید د انسان په واک کې وي نه دا چې هغه خپل بنده کړي او ذلیل ئې کړي .. یوازې پر الله تعالی باندې عقیده او ایمان بشریت ته د لذتونو او ماشینونو په وړاندې خپلواکي بښلی شي ! اوپه عین حال کې باید دا پرالله تعالی باندې عقیده د عقل بندیوان نه شي . او نه د فطرت زندان ، او په ژوندانه کې د تولید اوودې حایل نه شي . لدې کبله اسلام تبارز کوی او اسلامی دعوت بیلګه ګرځي ، اوموږ ته د ټول بشریت اړتیا په دې شیبو کې څرګنده کیږي : فردي ضمیر ډاډ ، اطمینان اوباور ته اړتیا لري .
بشري عقل خپلواکۍ ، آزادۍ اوزیار ته اړتیا لري .
شخصي کورنۍ حمایت ، پرورش ، ثبات او روزنې ته اړتیا لري.
بشری کورنۍ پیژنګلوۍ ، مرستې او سولې ته اړتیا لري .
وګړی د هغه په ځانګړتیا او فطرت باندې اعتراف ته اړتیا لري .
ټولنې حمایت ،توازن ، تعادل اواستقرار ته اړتیا لري .
دبشریت د تمدن ونه نن هم د هغې زمانې په څیردنړیدو په حال کې ده ، کومه چې د هغه سړی د پیدایښت نه وړاندې چې په نړۍ کې ئې وحدت او یوالی راوست – د نړیدو په حال کې وه ، بشریت دهغه سړی رسالت ته سخته اړتیا لري چې یوځل ئې بیا وژغوري .
بشریت ټول موږ ته اړتیا لري : موږ ته اړین دی : زموږ عقیدې ته اړتیا لري ، زموږ ارزښتونو ته اړتیا لري ، زموږ شریعت ته اړتیا لري ، زموږ ټولنیز نظام ته اړتیا لري ، هغه نظام چې دهر وګړي کفالت کوي ، د هرانسان د کرامت کفالت کوي ، د ضمیر د سلامتیا کفالت کوي ، د کوراود ټولنې د سلامتیا کفالت کوي ، همدا راز د نړیوالې سولې کفالت کوي . پرالله تعالی باندې له عقیدې نه وروسته د دغې انساني اړتیا څخه موږ خپل قوت او پیاوړتیا اوثبات په خپل دعوت کې د اسلام عقیدې اود هغه ټولنیز نظام ته په لاس راوړو ، او د الله تعالی په مرسته به تر پایه پدې لاره ثابت قدمه پاتي کیږوو ، سره لدې که مو شر او طغیان په هر ځای کې له منځه وړي هم وي .
بشریت ټول موږ ته اړتیا لري .. او بیا د هغه جنایت جسامت بربنډیږي چې بشریت ئې مرتکب کیږي . هغه څوک چې زیار باسې تر څو موږ په کوم حرکت یا تنظیم یا په کوم جریان کې د اسلامي نړۍ په داخل اویا خارج کې ذوب او ویلیې کړي . هغه خلک چې غواړي موږ په کوم قومي حرکت یا په کوم نړیوال ډله او بهیر کې ذوب شوو ـ د دې فرضیت په اساس چې کوم نړیوال بهیر شته ـ په حقیقت کې دوی د ټول بشریت په حق کې لوی جنایت کوي ، وړاندې لدې چې د اسلام او اسلامي نړۍ په حق کې ئې وکړي ..
زموږ دنده دا ده چې بشریت د هغه اور له لمبو نه چې نن پکې سوزي وژغورو ، نه دا چې موږ هم ورسره پدې اور کې ذوب او ویلیې شوو حال دا چې الله تعالی هم زموږ سره او زموږ مل وي . بشریت به یوه ورځ حتما پوه شي ، چې دالله تعالی وړاندوینه حق ده : (( وکذلك جعلنا كم أمة واحدة لتكونوا شهداء علي الناس )) .