کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايا د ولسي جرګې دټاکنو لوبه نامشروع بلل کيدای سي ؟

ايا د ولسي جرګې دټاکنو لوبه نامشروع بلل کيدای سي ؟

 آيا دولسي جرګي دټاکنو په لوبه کي نا کامه روشنفکره  نوماند وکيلان  حق لري چی د ا لوبه غير مشروع وبولي ؟


دا  ښکاره  حقيقت دي چی تر اشغال لاندي هر دولت  يو معلوم الحاله  ګوډاګي حاکميت  وي ،  نو د داسي سياسي حاکميتونوتر نيزو لاندي هر سياسي او اجتماعي تمثيل چی تر هر نامه لاندي مخ ته بيول کيږي   ، نه يوازي د هيڅ نوع مشروعيت لرونکي نه وي ، بلکه ددوي  ټولي  هلي ځلي  يوازي او يوازي   دخپلوحاکميتونو د بقا او دخلګو دتير وتلو له پاره وي اوبس  ځکه نو دا غير مشروع حاکميتونه په  ځينو وختونو کي داسي  کوښښ   کوي چی داقتصادی لاري نه  يعني د  ( پيسو په زور ) په دغسي تمثيلي لوبو کي دخلګو  يوه معينه کتله هم  ور ګډه کړي .


دوی غواړي  چی ددوي د ګډون څخه په ملي او نړيواله کچه  باندي  يوه  سياسي تبليغاتي استفاده وکړي نو که هر څونه په دغسي سياسي او اجتماعي  تمثيلونو کي دخلګو دګډون کچه لوړه وي ، حتی که دا دګډون  کچه  غير ارادي هم وي ، يعني دپيسو يا دټوپک په زورباندي تر سره سوي او  ميدياو ته راوتلي  وي ، معلومه خبره ده چی  په سياسي او  تبليغاتي عرصه کښي ديوه ټاکلي وخت له پاره  دهغه حاکميتونو په ګټه باندي تماميږي چي دداسي لوبو په پايله کي بيا  دا دولتونه  ونړيوالو ته  ځانونه مشروع او ليبرال  ښکاره کوي ۰                                                                                                   
 دپورتنيو عيني واقعيتونو په نظر کي نيولو سره بايد  نه يوازي افغاني سياسي ګوندونه چی  ملي هدفونه لري  بلکه ټول افغان روشنفکران چی دافغانستان اوسني سياسي ، اقتصادي  او اجتماعي کړکيچن  بحران سخت انديښمن کړي  دي ،هغه داچی ،په وطن کي  دنهو کلنو په اشغالي بهير کي یرغلګرو دونه بشري او اقتصادي جنايت تر سره کړي دي ،  چی په واقعيت کي يې  دروسي ځواکونوجنايات  تر سايي لاندي راوستلي دي ۰  دمثال په توګه دکندهار ولايت چی داقتصادي پلوه دډيره وخته  نيژدي پر د غو څلورو ولسواليو( ارغنداب ، ژړي ، پنجوايي ، دامان )  باندي تکيه درلودله  ،  يرغلګرو  په دې نهو کلونو کي ددغو ولسواليو خلک  دونه وځپل او داسي معلوميږي چی  بهرنيويرغلګرو  او کورنيو چارواکو   د نړيوالو د شرمه  او افغان ولس له  ويري نه د دغو ځپل سوو  سيمو  دبشري او اقتصادي جناياتو دارزه وني يا لااقل دليدلو او عکس اخيستنو صلاحيتونه هم  دبشري حقوقود ادارو  او ژور نالستانو څخه اخستي دي ۰ ځکه نو هر څه ناخوالي  چی پر دې بي ګناه  ولس باندي ددې يرغلګرو او لاس پوڅو له خوا تيريږي نه يوازي نړيوال بلکه دبلی سيمي افغانان هم بايد  تر ډيره وخته ځيني نا خبره وي ، چی دانو دامريکايي او غربي ډموکراسي او ددوي د ظلم  يوه ښکاره نمونه ده ۰


دبيلګي په توګه دکندهار ددې وروستنيو  جنګي عملياتوچی اوس هم ادامه لري ،  په هکله  يوازي په ۴ ــ ۱۱ ــ ۲۰۱۰ نيټه باندي  درويتر اژانس يووړوکي  خبر خپور کړي  او ويلي يي وه  ،  چی په دې جنګي عملياتو کي د( بمبونو ، راکيټونو، مرميو ،  ماينونو ) له امله په  سلګونو کورو نه خراب سوي او ډير شمير انسانان دمنځه تللي دي ، ولي  دداسي لوي جنګي عملياتوپه هکله چی( ۲۵۰۰۰) ۰پوځيانو دعصري ترينو بشر وژونکو سلاحو سره ګډون کړي وي ولي  ميدياوو ته يي بيا  پسله څو هفتو بمباريو څخه دونه يوکوچني خبر راوزي ، دانو په حقيقت کښي دهغو افغانو له پاره دسرټيټي  ځاي دي ، چی وايي  افغانستان آزاد او ډموکراسي پکښي شتون لري .


 اوس نو دداسي بشري او اقتصادي جناياتو  دپاي ته رسيدو له پاره د ټولو  افغان سياسي ګوندونو  او په ځانګړي توګه دهر افغان روشنفکره  ايماني او وجداني وظيفه ده چی ژر تر ژره خپل تر منځ دسياسي حل د يوه  دقيق ميکانيزم له پاره  صلاح  او مشوره وکړي ۰ نه داچی ځيني افغان سياسي ګوندونه  او روشنفکران داوسني سياسي کړکيچ دحل  څخه په ډيره ليري فاصله کي ددې فاسددولت    داصلاح له پاره دمختليفو زاويو څخه  ږغونه پورته کړي ۰په داسي حال کي چی ددې فاسد رژيم داداري فساد سر دجمهوري رياست دماڼي څخه راوتلي دي ۰  چی په کورنيو او بهرنيو جمعي رسنيو کي هم پوره انعکاس موندلي دي ۰ 


د افغان جرمن انلاين ديوي خبری ليکني په حواله چی په هغه ليکنه کي  دافغان دولت  دفساد په هکله دمافيايی کړۍ ډير څه رسواسوي ، چی دهغي جملي څخه په ولسي جرګه کي دفساد په هکله داسي مخ ته ځی  ، دبيلګي په توګه د ښاغلو ( احدی ، ضرار احمد مقبل ) د وزارتونو چوکيوته  رسيدو له پاره احدي دخپل جيب څخه لس ميليونه ډالره او عزيزي بانک دده دکمپاين له پاره ( ۱۵ ) ميليونه ډالره او مقبل هم دخپل ځان له پاره ۲۵ ميليونه ډالره ويوشمير وکيلانو او دهغو رهبريو ته ويشلي دي چی دا ځیني ډالرونه دکانتينينتال هوټل په پيځم پوړ  او صافي هوټل کي تقسيم سوي دي ۰ اوس نو سوال داسي پيداکيږي ، که دا دډالرونو ويش حقيقت ونه لري بايد دوي يي  سپيناوي غوښتي واي ۰ او که حقيقت ولري نو بيا خبره داده چی دونه ډير ډالرونه دوي دکمي خوا په لاس راوړي دي ۰او په راتلونکي وختونو  کي به دوي نور نوي ډالرونه دملي شتمنيو  دکوموبرخوڅخه تر لاسه کوي ، چی دا دولس دپاره ډيره دتکان وړ خبره ده  ۰ 


 ددې وڅنګ ته ددوي دګوندونواو په مجموع کي دټولو ملي ګوندونو  صفوف بايد دخپلو رهبريو شتمني تر برسيو لاندي ونيسي ، چی دکومه يي په لاس راوړي د ه ، او که نه ډير ژربه دا ملي ګوندونه دخپلو رهبريو دنا مشروع کړونو په پايله کي دډيرو بدو ناخوالو سره مخامخ سي  چی بيابه يي دتلافي امکانات هم شتون ونه لري ۰ ځکه نوپه جرائت سره ويلايسو چی  ددې دولت داصلاح له پاره هر تلاښ دافغان ملي کټو خلاف يو  عمل دي ۰ 


 په واقعيت کښي داسي تلاښونه  دافغانستان داوسني سياسي کړکيچني  وضع ددقيق تحليل دنه شتون زيږنده بللايسو۰  ولي زه دداسي روشنفکرانو او سياسي ګوندونو وتلاښونو ته داحترام په درلودلو  سره بيا هم  دنظر يووالي نه لرم ،داځکه  چی ددوي ددې تلاښونوپايله نه  يوازي دګوډاګي رژيم د بقا په ګټه تماميږي بلکه د دولت  دمصنوعي مشروعيت  فيصدي هم  ور ډيروي ۰ ځکه نو افغان سياسي ګوندونه  اويو شمير روشنفکران  دافغان ملي ګټو په نظرکي نيولو سره بايد پخواه لا دغه دولسي جرګي دټاکنو بي ګټي  مصنوعي لوبه  دولس په څير تحريم کړي او په بديل کي يي دسياسي حل دميکانيزم وړانديز  ونړيوالو ته وړاندي کړي واي ، چی دخلګو له خواه به هم د استقبال  وړ ګرځيدلي واي ۰


متاسفانه  دولسي جرګي يو شمير نوماند وکيلانو  پس له ناکامۍ څخه دجمعي رسنيو له لاري  وويل ،  چی په دې ټاکنو کي دخلګو ونډه تر لس فيصده هم ټيټه او دا ټاکني يي غير مشروع وبللي ۰  دبيلګي په توګه دوي داسي وايي چی :  دکابل په يوه ډيره امنيتي ساحه کښي چی مکرو ريانونه دي د( ۸۵ زره ) رايو ورکونکو دجملي څخه يوازي ( ۱۱۳۰) رايه ورکونکي حاظر سوي دي چی خپله رايه وکاروي ۰ چی يو نيم فيصد هم نه کيږي نو په نورو بي امنه ساحو کي به ددې ټولټاکنو څه حالت وو۰ او که د اساسي قانون د زاويه څخه بيا  ودې ټاکنو ته نظر واچو و ، معلومه خبره ده چی د اساسي قانون د۷۹ يمي مادې څخه په ښکاره سر لغړونه دا ټاکني مخ ته بيول سوي دي هغه داچی دټولټاکنو نوي قانون دولسي جرګي له لوري نه دوه ځله په دوه ثلثه رايه رد کړل  سوو ، ولي دجمهور رئس په زور باندي بيا دا ټاکني دهم دې قانون له  رويه سرته ورسيدلي ،  ځکه نود هيڅ نوع مصنوعي مشروعيت  لرونکي هم نه دي  په داسي حال کي چی دا روشنفکره نوماندوکيلان  دجمهوري رياست په دي سر لغړونه پوره اګاه وه ، ولي  بيايي هم   په دې مصنوعي  ټاکنوکي ګډون وکړ ، چی  په پايله کي يي دناکامۍ پاڼي تر لاسه کړي ۰


 په دې  لوبه کي تر ناکامي  وروسته دا روشنفکرانوديو شمير نورو ناکامه نوماندوسره يو ځاي دجمعي رسنيو له لاري او په دې وروستيو ورځو کي دکابل د ښار په مسلا مت آميزه مظاهره کي   خپل  ږغونه پورته کوي او وايي چی دا انتخابات نه بلکه انتصابات وه ۰ او داددوي خبره ريښتينه او دقيقه هم  ده ، ولي ددوي دداسي څرګندونو له پاره ناوخته دي دوي بايد داسي څرګندوني دټاکنو تر لوبي تر مخه کړي واي ، داځکه چی دلاس پوڅي  دولت له پاره دپخواه څخه لا دا ددرغليو څخه ډکي ټاکني  يوه طبعي پروسه وه چی پايلي يي بايد  هم داسي انتصابات  ميدان ته راوړي  واي ۰ځکه نو دې پايلو شرايط وهغو رد سوو وزيرانو ته چی کرزي صاحب په خپل غيږ کي ساتلي دي ،آماده کړل چی دا ځل به دا رد سوي او په ارګ کي ساتل سوي وزيران  په ولسي جرګه کي  دهغه پخوانيو څو محدودو  روشنفکرو وکيلانو په نه شتون کي به حتی بي له کومي ريښتيني ګوته  نيوني څخه   په ډيره اساني سره دنامشروع وکيلانو  رايه دنا مشروع صلاحيت له پاره  تر لاسه کړي ۰


په داسي حال کي چی کرزي صاحب څو ځله خپله دکابيني وزيران په درغليو باندي متهم کړي ولي بيايي هم په ارګ کښي دځانه سره ټينګ ساتلي چی څوک ودوي کوم مشکل پيدا نه کړي ۰  متاسفانه چی اوس هم ددې واقعيتونو سره سره  ځيني افغان سياسي ګوندونه او  روشنفکران داسي فکر کوي ، چی بايد موږ په وطن کښي  داوسني ډموکراسي څخه دخلګو په ګټه کار  واخلو ، ځکه نو  دجمهوری رياست او ولسي جرګي په مصنوعي ټاکنو کي يي  ګډون وکړي ۰اوپه يو شمير سياسي ګوندونو او روشنفکرانو کي  دداسي ډول فکرونو شتون په داسي وخت کي  ظاهريږي ،  چی په واقعيت کي دلته  ډموکراسي نه بلکه پر ځاي يي د  پردو تر حاکميت لاندي د وطن هره سيمه تر  يوه خطرناکي انارشي تر سيوري لاندي راغلي ده ،چی واکمنان غواړي ددې انارشي څخه په خپله ګټه کار واخلي ۰  او ددې وڅنګ ته  يرغلګروکوښښ  کړي دي، چی دډموکراسي تر نامه لاندي افغان  جمعي رسني ودې ته وهڅوي چی  ددولتي چارواکو په وړاندي دافغان مخکني فرهنګ څخه ليري دځينو توهيني کلماتو استعمال چی اصلآ  دا ديماګو ژيکي ( ولس غولوونکي ) شيوه چی  دغربي مطبوعاتو یوه اساسي  برخه جوړه وي ۰


دلته هم رايجه کړي چی   متاسفانه په اوس مهال کي دې غولونکي شیوۍ  زموږ په جمعي رسنيو کي  هم د يوه  تبليغاتي بازار په څير ځاي نيولي دي ۰چی  په پايله کي ولس ته په تيرو نهو کلونو کي  هيڅ ډول  ګټه هم  نه ده رسولي ۰داځکه چی ددغسي ملي ضد حاکميتونو سياست هم داسي وي ، چی ولس ته د دولتي چارواکو په وړاندي د هر ډول خبرو( انتقاد کولو ) آزادي ورکوي ولي عملآ حاکميت بيا ددوي پر دغو انتقادنو غوږ نه نيسي ۰ چی نيژدي مثال يي زموږ په وطن کي دګوډاګي حاکميت اوددوي پر نړيوالو پلو يانو باندي دافغان روشنفکرانو او په مجموع کښي دولس هغه پراخ هر اړخيز انتقادونه او وړانديزونه دي ،  چی  په جمعي رسنيو کي يي هم په پوره کچه انعکاس موندلي دي ، او يا ددولت له خوا څخه دفساد دمنځه وړلو او دعاملينو دمحکمه کولو له پاره څو ځله  کميسونونه ، څارنوالي اومحکمه جوړه سوي ده ،   ولي په عمل کي يي  هيڅ ډول ځاي نه دي نيولي ۰برعکس څارنوالی لوړ پوړو متهمو چارواکو ته برائت او کښته متهم مامورين يي  محکمه کړي چی ځينو بي واسيطو يی بيا جزا ليدلي ده ۰ 


اوس نوداسي  سوال  پيدا کيږي  ، چی په  اوس مهال کي داسي ادعا کولايسو چی ووايو  په افغانستان کي يو مشروع دولت او  ډموکراسي شتون لري ،  هغه هم بيا داشغال تر بيرغ لاندي ؟ دانو په واقعيت کي خواب است ، مهال است وجنون ۰متاسفانه چی زموږ يو شمير روشنفکران دمختليفو عواملو له کبله دخپل نظر اظهار هم  داسي کوي ۰چی په حقيقت کي   دموکراسي بايد داډول تعبيراوتفسير  نه سي ، دا ځکه  چی د ډموکراسي اصلي معنا او سياسي مفهوم دادي چی ( دخلګو حکومت دخلګو له خواه پر خلګو باندي ) ۰ ولي په افغانستان کي ( دپردو حکومت دپردو له خواه پر خلګو باندي ) مخ ته بيول کيږي  چی په دې حالت کي په هيڅ ډول داسي قضاوت کيدلاي نه سي چی ووايي په افغانستان کي ډموکراسي شتون لري او يا په لومړنيو مرحلو کي قرار لري دا ځکه چي دحاکميت واکمنانو د بهرنيو حاميانوپه لار ښوونه  دنهو کلونو په درشل کي دخلګو او روشنفکرانو د هر ډول قانوني غوښتنو او مسالمت اميزه مظاهرو په وړاندي هر وخت  سخت غبر ګونونه   ښکاره کړي دي چی لومړي ځل يي په  انتقالي دوره کښي د کابل پوهنتون دليليي د محصلينو هغه مسالمت اميزه مظاهره وه چی  دخپلو قانوني غوښتنو له پاره ( دډوډی دپوره  استحقاق او دبرق )  غوښتنه  پکښي انعکاس  کړي وه ۰ ولي دحاکميت له خواه يي په غبرګون کښي څلور پاک محصلين شهيدان او ډير شمير يي زخميان او مظاهره يي ور ګډه وډه کړله ۰


دا واکمنو  ددې له پاره دقهر څخه ډک غبرګون دمحصلينو په وړاندي ښکاره کړ، چی په راتلوونکو وختونو کي  نور  خلګ وبيروي اوبيا  څوک  دحاکميت په وړاندي دکومو غوښتنو طرح ونه کړي ۰ داووپه وطن کښي دراغلي غربي ډموکراسي يو کوچني مثال ۰ځکه نو دپخواني سوسيالستي اردوګا په شتون کښي داسي پر عينيت باندي ولاړه  يوه ټوکه ميدان ته راوتلي وه ۰ چی په سوسيالستي ټولنه کي هر څه چی غواړي وې غواړه ، ولي وايه څه مه ۰ په سرمايه داري ټولنه کي هرڅه چی وايه وې وايه ولي غواړه څه مه ۰ چی دا واقعيت نن موږ په خپلو سترګو باندي په خپل وطن کي وينو دا ځکه چی زموږ وطن هم دغربي نړي تر يرغل لاندي شپي او ورځي تيروي ۰ او  پورتنۍ ټوکه کټ مټ په اوس مهال کي زموږ وطن کي صدق کوي .


دپورتنيو واقعيتونو په نظر کي نيولو سره بايد ووايو چی دافغان ولس هيله د  افغان ملي ګوندونو او  روشنفکرانو څخه داده چی دملي ګټو په نظر کي نيولو سره دافغانستان داوسني کړکيچ دژر تر ژره دسياسي حل له پاره خپل ږغونه پورته  او دسياسي حل دميکانيزم په اړوند خپل تر منځ تفاهم تر سره او افغان اوسني تراجدي ته دپاي ټکي دايښوولو له پاره دسياسي حل دطرحي وړانديز  دجنګ دواړو خواوو او ملګرو ملتونو ته وړاندي کړي ۰ چی  بي له سياسي حل څخه  نور هر ډول وړانديزونه  ديرغل تر بيرغ لاندي دولس په ګټه نه بلکه  داتراژيدي به نوره هم اوږده وي ۰ ځکه نو دډير دقت او ولس پالني په روحيه کي بايد  ددې تراژيدي پروسي دپاي ته رسيدو له پاره  بي له ځنډه هلي ځلي وسي ۰ 


اخځ : لراو بر پاڼه 
 تمت باالخير