کور / تازه خبرونه / کندوز: د۳۲طالبانوته دمرګ زوبلې اوښتوخبرورکړشو

کندوز: د۳۲طالبانوته دمرګ زوبلې اوښتوخبرورکړشو

دکندوزدامام صاحب په ولسوالې کې ۳۲ وسلوالوطالبانو ته دمرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ دوسلوالوطالبانو له لورې دیادی ولسوالې دولسوال په خبره ۳۰ تنه عام خلک داسیرکیدوخبر ورکړل شو.
دکندوز ښار شمال لورته پرته دحضرت امام صاحب ولسوال محمدایوب حقیار رسینوسره په خبرواتروکې وویل : چی تیره ورځ دماسپښین نه وروسته وسلوالوطالبانو دچوغراوکوهدامان په امنیتی پوستوبریدونه وکړل چې په پایله کې دهغه په وینا ۱۷ تنه وسلوال طالبان ووژل شول او۱۵ نورټپیان شول .
حقیارزیاتوی چې په یاده پیښه کې ۲ تنه اربکیان یا دعامه نظم ساتنې پولیس هم وژل شوی او۳ نورټپيان دی. دغه هغه وایی چې په یاده نښته کې ۳ وسلوال طالبان هم وژل شویدی.
حقیار زیاتوې چې وسلوالو طالبانو ۳۰ تنه عام خلک دکورونو څخه ویستلې اوله ځانه سره یی بیولې دی هغه زیاتوی چې وړل شویو کسانوکې هغه محصلین هم شامل دی چې داخترپه رخصتې کورونو ته راغلې وول خو بل لورته وسلوال طالبان د۱۵ تنو اربکیانو له ځانه سره داسیرکیدوپخلې کوی او وسلوال طالبان وایی چې نیول شوی ټول کسان له دوی سره په جګړه بوخت وول او دوی دجنګ پرمیدان کې نیول دی طالبان دانه منې چې ددوی له لورې نیول کسان دی ملکې خلک وی .طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لراوبر ته دټیلفون له لارې دیادی پيښې اوبریدونو دمنلو ترڅنګ زیاتوی چې په یاده جګړه کې ۱۵ تنه اربکیان یی اسیرکړی او هغه دیوملګرې دوژلو او۳ تنو دټپی کیدوخبره هم وکړه.
دامام صاحب ولسوالې دکندوز ښار په ۷۰ کیلومترې کې شمال لورته پرته هغه ولسوالې ده چې وخت ناوخت په کې دوسلوالوطالبانواوافغان دولت پولیسو دنښتواوحملورپوټونه ورکول کیږی.